د ژوند رمزونه (٣)

cri     (GMT+08:00) 2008-08-25 18:36:56

په نړۍ کې د مرګ ميزان څلويښت سلنه له ډول ډول ککړتياوو سره تړاو لری.

د يو شمير څيړونو د پايلو له مخې په نړۍ کې د مرګ ميزان څلويښت سلنه د اوبو، هوا او ځمکې له ککړتياوو سره تړاو لري. اوس په نړۍ کې څه باندې يو مليارډ او دوه سوه مليون کسان د څښاک پاکې اوبه نه لری او په سلو کې اتيا ساری ناروغۍ د څښاک اوبو له لارې رامنځته کېږي او په ټوله نړۍ کې هر کال د هوا ککړتيا له امله درې مليون تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي چې دوه پر درېمه برخه يې هغه ماشومان دي چې عمر يې له پنځه کالو څخه کم دی او د تنفسي ناروغيو له کبله مړه کېږي.دغه راز زياتې ځمکې په کيمياوي توکيو او مضرو مکروبونو ککړېږي او ددې تر څنګ دغه کيمياوي توکي او مکروبونه بيا هم د خوړو او اوبو له لارې انسانانو ته خپرېږي . برسيره پردې اوس له درملو سره د دغو مضرو مکروبونو د مقابلې قابليت قوي کېږي او نړۍ ورځ ور ځ توديږي چې په پايله کې به يې د سږي او زکام ناروغۍ يو وار بيا په نړۍ کې خپرې شی او ښايې انسانان له ډول ډول ساري ناروغيو سره مخامخ شی.

سهار وختي پاڅېدل روغتيا ته ګواښ لري.

د ځينو کارپوهانو د يو شيمرنې سره سم د زړه په ناروغۍ د هغو کسانو د اخته کېدو شونتيا زياته ده چې هميشه سهار وختي راپاڅېږي. دری زره او اوه لس تنه کسان چې عمرونه يې له درويشت کالو نه تر نوی کالو پورې دي ، په دغه څيړنې کې شامل و. د دغې شميرنې د پايلې سره سم هغه کسان چې سهار وختي له خوبه

پاڅېږي د وينو فشار او د مغزی سکتې په ګډون د زړه او مغز د ناروغيو له ګواښونو سره مخامخ وي .خو د څيړونکو په اند هغه کسان چې سهار وختي راپاڅيږي ، زياتره يې سپين ږيري او سپين سرې دي او دوی عمومأ د زړه او مغز په ناروغيو اخته دي ، نو پورتنی شميرنې بايد په علمي توګه دوام ورکړل شي. پوښتنه دا ده چې په څو بجو پاڅېدل د روغتيا لپاره ګټه لری؟ د يوې څيړنې له مخې سهار په اوو بجو او يو ويشت دقيقو پاڅيدنه مناسبه ده ځکه چې د دغه مهال مخکې پاڅېدل د انسان په وينه کې هغه مادې زياتيږي چې د زړه ناروغۍ د رامنځته کېدو شونتيا زياتوي .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040