بېلا بېلو خبري رسنيو او خلکو د بېجينګ د اولمپيک لوبو زياته ستاينه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-25 20:00:27

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د نهه ويشتمې دورې د اولمپيک شپاړس ورځنی لوبې د اګيست په څليرويشتمه نېټه شپه په بېجينګ کې پای ته ورسيدی. د دغو لوبو له په زړه پوړې پرانيستونکو او پای مراسمو او په سياليو کې د لوبغاړيو له ښو پايلو څخه څرګندېږي چې دغه لوبې د اولمپيک په تاريخ کې ساری نه لري. بېلا بېلو خبري رسنيو او خلکو د دغو لوبو زياته ستاينه وکړه او د دغو لوبو د برياليتوب له امله يې مبارکي څرګنده کړې ده.

د کنيا، مکسيکو، امريکا، د کوريا جمهوريت، تايلند، سينګاپور، روسيې او المان په ګډون د يو شمير هېوادونو خبري رسنيو د مقالو په خپرولو سره د بېجينګ د اولمپيک لوبو زياته ستاينه کړې ده.

د دغو لوبو د پای په مراسمو کې بېجينګ لندن ته د اولمپيک بيرغ ورکړی دی. د بريتانيا خبري رسنيو د بېجينګ د اولمپيک لوبو د برياليتوبو د مبارکۍ ويلو په ترڅ کې څرګنده کړه چې دوی به په لندن کې د غوره لوبو د تر سره کولو لپاره له بېجينګ څخه تجربې زده کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040