د اولمپيک لوبو د چين او بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ اړيکې نژدی کړي دي.
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند چين ګانګ د اګيست په شپږويشتمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه د اولمپيک لوبو د چين او بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ اړيکې نژدی کړي او نړيوالې ټولنې د چين په هکله هراړخيز معلومات تر لاسه کړی دی.
ښاغلي چين ګانګ دغه خبره په يوه نوبتی مطبوعاتی غونډه کې وکړه. هغه وويل د چين او نورو هېوادونو او سيمو د لوبغاړيو د ګډو کوښښونو پر بنسټ د بېجينګ اولمپيک لوبو لوړه سويه لرونکې لوبې بلل کېږي چې په کې په ښه توګه د اولمپيک روحيه خپره شوه.
هغه زياته کړه چې چين لاهم يو پرمختيايې هېواد دی. چين غواړي له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د نړۍ د سولې، ثبات او ګډ پرمختګ لپاره هڅه وکړي.