هيله ده چې د چين راتلونکی هم د بېجينګ د اولمپيک لوبو په شان ډېر ښه او بريالی وی.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-30 16:15:09

( لومړی اواز)

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. همدا اوس مو تر دې سرليک لاندې يوه چيني سندره واورېدله چې له ليری ځای څخه راغليو مېلمانو مهرباني وکړئ پاتي شي. د بېجينګ اولمپيک لوبې چې ډېر په زړه پورې او بريالۍ وې، په دايمي توګه به د ټولو نړيوالو په خاطرو کې پاتي وي.

د اګست په څليرويشتمه نېټه د خليج د زياتو هېوادونو کتونکيو په خوشحالۍ سره د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پای مراسم وکتل. په تېرو دوو اوونيو کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د زياتو عربانو پاملرنه راجلب کړې ده. د عمان يو زده کوونکی چې ياسير ويسام نومېږي، زموږ خبريال ته وويل چې دوی هره ورځ د ټلويزيون له لارې د بېجينګ اولمپيک لوبو سيالۍ کتلې دي.

( دوهم اواز)

ما تازه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پای مراسم وکتل چې په تاريخ کې به تر ټولو بريالۍ وې. ويل کېږي چې د بېجينګ اولمپيک لوبې زړه وړوکې دي. زه هغې سياليې ډېر خوښېږي چې چيني لوبغاړيو په کې ګډون کړی دی، په تېره بيا بسکيټبال. زه له چيني لوبغاړي ياو مينګ سره ډېره مينه لرم، ځکه چې هغه نه يوازې په چين کې

يو ډېر غوره لوبغاړی دی، بلکې په ټوله نړۍ کې ډېر زيات شهرت لري. دا په اسيا کې د باسکيټبال مينه والو د وياړ وړ ده.

د خليج په سيمه کې زياتو کتونکيو د زده کوونکي ياسير په شان د بېجينګ د اولمپيک لوبو زياته ستاينه کړې ده. ځکه چې د بېجينګ اولمپيک لوبو نه يوازې ټولو نړيوالو ته په نړيوالې کچې زياتې سپورتي سيالۍ وړاندې کړې، بلکې د چين ځانګړي دوديز کلتور ښودلی دی. د کويت انجينير فادي الکريم په دې اړه خپل نظر لري او وايي:

( درېيم اواز)

د بېجينګ اولمپيک لوبې په حقيقت کې له نورو نه زياتې بريالۍ وې. د بېجينګ د اولمپيک لوبو يوه عمده موضوع د اولمپيک انساني او کلتوري لوبې دي. موږ په رښتينۍ توګه احساس کړی چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو له لارې د چين د کلتور او تاريخ په اړه زيات معلومات تر لاسه کړي دي. زه هيله لرم چې د چين راتلونکی په دايمي توګه د بېجينګ د اولمپيک لوبو په شان ښه او بريالې وي.

په قطر کې د چين د سفير ښاغلي يو شياو يونګ په أند د بېجينګ د اولمپيک لوبو د بېلا بېلو هېوادونو د زياتو دوستانو او ملګرو ټينګ ملاتړ تر لاسه کړی دی. دی وايي:

( څلورم اواز)

د بېجينګ د اولمپيک لوبې ډېرې بريالۍ وې. د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو، د بېلګې په توګه د دوحا، قطر او حتې د خليج په ټوله سيمه کې حکومتونه او وګړي په بريالۍ توګه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تر سره کېدو له امله ډېر خوشحاله دي.

قطر د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د ګډون لپاره په تاريخ کې تر ټولو زيات لوبغاړي لېږلي وو او د دغه هېواد شهزاده هم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و. د قطر حکومت څو ځله غوښتنه وکړه چې د دغه هېواد د سپورتي پلاوي د تود هرکلي له امله زما له لارې د چين حکومت ته د دوی مننه څرګنده کړي. د دې تر څنګ موږ هم بايد د قطر د حکومت او وګړيو له ټينګ ملاتړ او زياتو مرستو څخه مننه وکړو.

که څه هم د بېجينګ اولمپيک لوبې پای ته رسېدلې، خو د بېلا بېلو هېوادونو سپورتي لوبغاړي به په ٢٠١٢ کال کې د بريتانيا په پلازمېنه لنډن کې راغونډ شي. په قطر کې د بريتانيا سفير ښاغلي جان هواکينس زموږ خبريال ته څرګنده کړه چې لنډن به د بېجينګ په شان د اولمپيک لوبو لپاره زيات کوښښونه وکړي.

( پنځم اواز)

زه بايد چيني ملګرو ته د زړه له کومې مبارکي ووايم چې دوی موږ ته د اولمپيک بشپړې لوبې برابرې کړې وې. په لنډن کې به د ٢٠١٢ کال د اولمپيک لوبې تر سره شي. موږ به د بېجينګ په څېر د اولمپيک لوبو لپاره بشپړې تياريانې ونيسو.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه د زړه له کومې ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040