نړيوالې ټولنې د بېجينګ د اولمپيک لوبو له لارې د چين په اړه لا زيات معلومات تر لاسه کړی دی.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-27 20:03:15

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د فرانسې او هسپانيا په ګډون د يو شمير هېوادونو خبري رسنيو د اګيست په شپږويشتمه نېټه په پر له پسې توګه د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه راپورونه خپاره کړل او څرګنده کړې يې ده چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو نړيوالې ټولنې ته د چين په اړه لا زيات معلومات وړاندی کړی دی.

د فرانسې د ليګويپ ورځپاڼې د اګيست په شپږويشتمه نېټه لوړې څوکۍ ته د چا رسيدلو په نامه د يوې ليکنې په خپرولو سره ليکلي چې چين د خپلو بشپړو تشکيلاتي کارونو په رڼا کې په بريالۍ توګه د بېجينګ د اولمپيک لوبې تر سره کړې دي. دغه لوبې د اولمپيک په تاريخ کې يوه مهمه نښه ګڼل کېږي.

دغه راز د اندونيزيا، سينګال، فليپين، کنګو، امريکا، مکسيکو، نيکاراګوا، کوته ديوا، اوګاندااو بوليويا په ګډون د يو شمير هېوادونو خبري رسنيو د بېجينګ د اولمپيک لوبو لوړه ستاينه وکړه.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040