د نا شا پو جومات

cri     (GMT+08:00) 2008-08-27 20:36:03

په وروستيو ورځو کې د بېجينګ د يا باو لو د ناشا پو جومات ته زمونږ د خبريال د رسيدو په وخت کې دلته زيات مسلمانان د لمانځه له ادا کولو وروسته له جومات څخه را وتلی و چې زياتره يی له افريقا او منځنۍ أسيا څخه راغلی دي. خو له امام سره تر پېژندګلوي وروسته ور ته څرګنده شوی چې دغه مسلمانان له دغه ځای سره ډېر بلد دي.

أخوند جانګ وان چون زمونږ خبريال ته وويل چې په تېر کال کی دغه جومات ترميم شوی او هغه کوټې ښکلی شوې چې دوی له مېلمنو سره پکی ګوري. دوی هيله لري چې د دغو عملياتوله لاری د بهرنيو مېلمنو د لمانځه ادا کولو لپاره يو ښه چاپيريال برابر شی او د بېجينګ د مسلمانانو نوې بڼه احساسه شی.د تاسيساتو پر ښه والي سربېره دغه جومات هم د لارښوونې لپاره هغه کارکوونکي هم استخدام کړي چې په عربی او انګليسی ژبو ښه پوهيږي.

له اوږدې مودې راهيسی له دی امله چی دغه جومات د بېجينګ په ديپلوماتيکه سيمه کې پروت دی، نو د چين او نورو هېوادونو د مسلمانانو ترمنځ د اړيکيو او دوستۍ د پرمختګ لپاره يی مثبت رول لوبولی په تېره بيا د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلارې له پلی کولو راهيسی دغه جومات د چينايانو او بهرنيانو ترمنځ د نظريو تبادلې لپاره د يوې کړکۍ په توګه ټاکل شوی.له دی امله چی دغه جومات په چين کې د بهرنيو سفارتونو ته نژدی دی، نو د ځينو اسلامی هېوادونو د سفارتونو کارکوونکي تل د لمانځه د ادا کولو لپاره دغه جومات ته ځي، د بېلګی په توګه په

چين کې د سعودي عربستان او ايران د سفيرانو په شمول ځينی سفيران تل په دغه جومات کې لمونځ ادا کوي.سربېره پردی په چين کې د پاکستان او بنګله ديش په شمول د ځينو هېوادونو د شرکتونو کارکوونکي او د دوی خپلوان هم په دغه جومات کې لمونځ ادا کوي . د نا شان پو جومات په کلتوری او اقتصادي ساحه کې د کورنيو او بهرنيو مسلمانانو ترمنځ د نظريو تبادلې لپاره يو مهم ځای دی.

ښاغلی جيانګ زمونږ خبريال ته وويل چې د هغو بهرنيو مسلمانانو شمېر زيات دی چې هميشه د لمانځه ادا کولو لپاره دغه جومات ته را ځي او يو له بل سره په عربی ژبه د نظريوتبادله کوي، که څه هم دغه مسلمانان له بېلا بېلو هېوادونو څخه راغلی ، خو ژر يی يو له بل سره دوستی ټينګه کړې ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040