د چين سپورتي پلاوی د معيوبينو لوبغاړيو په کلی کې د بيرع پورته کولو مراسم تر سره کړل

cri     (GMT+08:00) 2008-08-30 21:55:19

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ د معيوبينو په اولمپيک لوبو کې د چين پلاوی د لومړې ډلې په توګه د معيوبينو لوبغاړيو کلی ته ننوتلی او هغه لومړی ډله هم وګرځېدله چې په دغه کلی کې د بيرع پورته کولو مراسم يې تر سره کړل.

د چين د معيوبينو لوبغاړيو پلاوی مشر وانګ شين شيان زموږ له راډيو سره د مرکې په ترڅ کې وويل د دغې پلاوی ټول غړي به نه يوازی د بېجينګ د معيوبينو په اولمپيک لوبو کې د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي، بلکی به له سپورت څخه خوښی او خوشحالی لاسته راوړي.

د چين دغه پلاوی د جولای په اوولسمه نېټه په بېجينګ کې جوړه شوه او له پنځه سوه او اوه څلويښت تنو څخه جوړېږی چې دری سوه او دوه دېرش تنه لوبغاړی پکی شامل دي. دوی به د بېجينګ د معيوبينو اولمپيک لوبو د شلو پروګرامونو په دوه سوه او پنځه نوی سياليو کې ګډون وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040