د اوبو په سر د سکې وهلو د لوبې لومړنی نړيواله چيني اتله چن لي لي

cri     (GMT+08:00) 2008-09-01 18:01:51

نجلۍ چن لي لي په ١٩٨٧ کال کې په شانګهای ښار کې زېږېدلې او د دوولس کلنۍ په عرم د شانګهای د اوبو په سر د سکی وهلو په لوبډله کې شامله شوه. په ٢٠٠٢ کال کې يې د سه چوان د شي چانګ د چونګ های په نامه د اوبو سپورتي لوبو په ښوونځی کې د اوبو په سر د سکي وهلو په روزنې پيل وکړ. شي چانګ ښار د چين په جنوب لويديځ کې پروت دی او د سمندر له سطحې څخه يو زر او پنځه سوه متره لوړوالی لري چې طبيعی چاپيريال يې د لوبغاړو د روزنې له اړتياوو سره برابر دی. نو د چونګ های سپورتي ښوونځی په چين کې د اوبو پر سر د لوبو لپاره يو مشهور سپورتي ښوونځی ګڼل کېږي.

په دغه ښوونځي کې د روزنې له پيل يو کال وروسته چن لي لي د اوبو پر سر د سکي وهلو د هغو ډيرو مشکلو او سختو حرکتونو په زده کړې پيل وکړ چې د مرغانو د الوتنې په نامه يادېږي چن لي لي زموږ خبريال ته وويل که د موټور لرونکې بيړۍ په کشولو سره ټاکلي حرکتونه تر سره نه شي، ژر به پر اوبو کې ولوېږو او ډېر خوږ شي. لکه په سمنټي ځمکې باندی چې وغورځيږي.

خو چن لي لي د دغه حرکت د زده کولو لپاره څو مياشتنې روزنې ته دوام وکړ او د خپلو کوښښونو له برکته يې د ٢٠٠٤ کال په اکتوبر کې په سيګاپور کې د اوبو پر سر د سکی وهلو په نړيوالې اتلولۍ کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ چې په هغه وخت کې يې عمر يوازې اوولس کاله و. دغه مډال په دغې لوبې کې د چين په تاريخ کې

ډېره ښه پايله ده. د ٢٠٠٥ کال په جولای کې چن ليلي په المان کې په يوه بله نړيواله سيالۍ کې هم د سرو زرو مډال لاس ته راوړ.

شي چانګ ښار د چن لي لي له ټاټوبې څخه ډير ليری دی، نو له خپل پلار او مور سره د هميشنۍ کتنې شونتيا يې هم نشته. خو چن لي لي وويل: څرنګه چې زه له دغې لوبې سره ډيره مينه لرم، نو له ستړيا او ستونزو څخه نه وېريږم او غواړم چې د دغې لوبې د خپرولو لپاره هڅې وکړم.

چن لي لي وويل اوس مهال دغه لوبه د اولمپيک په سپورتي لوبو کې شامله نه ده. خو د سپورتي لوبو روحيه يې يو شان ده. که څه هم د اروپا او امريکا په ګډون زياتو سيمو کې دغه لوبه مروجه ده. خو په چين کې يوازې لږ وګړي په دغه لوبه کې برخه اخلي. دې وويل : زه به په راتلونکې روزنې په برخه کې لا کوښښ وکړم ، څو چې ښې پايلې تر لاسه کړم. اوس مهال زموږ ژمی روزنه پيل شوې ده. روزونکيو لوبغاړيو ته يو شمير لوړ پوړې حرکتونه ټاکلي دي. چن لي لي به له خپلوملګرو سره يو ځای په سختې روزنې کې ستونزو ته د ماتې ورکولو په موخه د المپيک روحيه ترسيم کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040