په انټرنټ روږدېدل، يوه بختوونکي ناروغي

cri     (GMT+08:00) 2008-09-01 18:07:04

د فلوريډا د پوهنتون څېړونکو په ٢٠خپل خوښو کسانو او په ١٧نورو زده کوونکو چې له انټرنټ نه يې کار اخيستل او فکر يې کاوه په دې ستونزه اخته دې دا څېړنه تر سره کړه. خپل خوښې کسان ټول داسي خلک و چې په اونۍ کې يې لږ تر لږه ديرش ساعته انټرنټ کاراوه او د دوی د انټرنټ د نااړيني کاروني وخت د دوی د زده کړې او د کار د وخت په پرتله لس ځلې زيات و. په زده پورې خو دا ده چې تر سره سوو چيړنو ښوولې چې په انټرنټ د روږدې کيدلو پېښې په سلو کې له ٢٥نه تر ٥٠ پورې د کار په ځای کې رامنځته کېږي او دا ښيې چې دغه شمېره خلک د هغو کارونو لپاره چې د دوی په ګمارونکي ادارې پورې په اړه نه لرې حقوق اخلې دا څېړني دا هم وايې چې هر روږدی کارکوونکی په اونۍ کې تر يوې ورځي زيات وخت د هغو ويبپاڼو په کلتو تېروي چې له رسمې کار سره يې تړاو نه لرې.

له بله پلوه د کارکوونکو لخوا د هر ډول ويبپاڼو کتل د هغه شرکت چې دوی پکې کار کوې شبکه په خطر کې اچوې ځکه شبکې ته د ويروسونو او انټرنټې چينچيو د لارې پيدا کېدلو شونتيا زياته وې.

بله ستونزه چې دا مهال رامنځته کېږې هغه د شرکت په شبکه باندې د ډېر بېروبار او فشار راتلل دې. د بېلګې په توګه کله چې په يوه داخلې شبکه کې څو تنه کارکوونکې له يوې ويبپاڼې د يوه فلم ننداره کوې يا يوې سندرې ته غوږوې دوی ټول يوه شبکه کاروې او دا دې لامل ګرزې چې د نورو کارکوونکو لپاره د انټرنټ

کارونه او لاسرسی ورو او کمزوری شي.

دغه لاملونه شرکتونه دې ته هڅوې چې له اورين ديوال څخه کارواخلې او انټرنټ ته د خپلو کارکوونکو لاسرسی تر کابو لاندې راولې چې هم د کارايې کچه لوړه کړې او هم د شرکت امنيت خوندې شي.

خو بايد هم ځيني خلک په دې باور دې چې له انټرنټ څخه زياته ګټه اخيستنه بده نه ده. جفرې کول په لاس انجلس کې د کاليفورنيا د پوهنتون مشر په دې اړه وايې: پر انټرنټ د زيات وخت تېرول د ځينو خلکو لپاره د کار په پای کې، د زده کړې او د نوښت رامنځته کولو لپاره ډېر ګتور دی.

تاسو څه فکر کوئ؟ ايا د انټرنټ د يوه کارکوونکې په توګه تاسو د شبکې پرمنځ د خپل شتون کچه مناسبه بولې؟ داسې ښکاري چې که چېرته په ليکه کېدل تاسو ته په کارونو او ټولنيز ژوند کې ستونزې پنځوې بايد کابو يې کړئ. په سايبر کې ژوند کول نه ښايې او نښې کېدای په ريښتينې نړۍ کې د ژوند کولو ځای ناستي واوسې.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040