د بېجينګ د معيوبينو اولمپيک لوبو په ترڅ کې به په لا مناسبو لارو چارو امنيتي پلټنې تر سره شي.

cri     (GMT+08:00) 2008-09-01 20:39:47

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اولمپيک لوبو په ترڅ کې د بېجينګ د امنيتي ضمانت قوماندانۍ يو چارواکي څو ورځې خبر ورکړ د معيوبينو اولمپيک لوبو په ترڅ کې به له لا مناسبو لارو چارو امنيتي پلټنې تر سره شي او د امنيتي پلټنې له هر ګام مخکې به معيوبينو ته خبر ورکړی شي.

د معلوماتو له مخې، معيوبين به د امنيتي پلټنې له دروازو څخه له تېرېدو او کتارولو پرته يوازې د داوطلبانو تر لارښوونې لاندې له ځانګړې لارې څخه تېر شي.

هر معيوب د پلټنې په ترڅ کې خپلې مرستندويه وسيلې راوړلی شي. که د معيوبينو د وسيلو د پلټنې اړتيا موجوده وي، نو پلټونکي به معيوبين تر تخرګ لاندې ونيسي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040