د سروبانجانو او توفو له خوا پخول شوی يو بل خوراک

cri     (GMT+08:00) 2008-09-02 17:03:08

د سی ارای پښتو ويبپاڼې ګرانو لوستونکيو ! السلام عليکم . ښايی تاسی د چين له خوړو سره اشنا وئ . چين يو لوی هيواد دی او په هره برخه کې ځانګړي خوراکونه لري او يو له بل سره توپير لري، موږ هڅه کوو چې تاسو ته د پښتو وېبپاڼې له لارې د چينی خواړو او د هغو د ډولونو په اړه معلومات وړاندی کړو. د بېلګې په توګه د شين جيانګ اويغوری قوم خواړه چې د افغانستان له خواړو سره ورته دي او ډېر توپير نه لري. د سه چوان خواړه، د ګوانګ دونګ خواړه ، د ان هوی خواړه او داسی نور په چين کې ډېره شهرت لری. د پروګرام په دې برخه کې به د هغه چينی خوارک په اړه تاسو ته لږ څه معلومات وړاندی کړو چې د سروبانجانو او توفو سره ګډ پخيږی .

د دغه خوراک د پخولو لپاره توکي:

توفو (يو چينی خواړه چې د روميانو لخوا جوړ شوی او رنګ يی سپين دی)

د سروبانجانو شيره

هګۍ

د غلودانو اوړه

بوره

مالکه

پياز

زنجبيل

غوړی

د دغه خوراک د پخولو بهير:

لومړی، په منظمه توګه توفو ټوټه کيږی.

دوهم، په تودو اوبو کې توفو اچول کيږی او ژر به يی اخيستل شي.

درېيم، د غلودانو اوړه او هګۍ سره يو ځای کيږی بيا په توفو کې يی اچول کيږی.

څلورم، په غوړيو کې پياز، زنجبيل او د سروبانجانو شيره سره کيږی او بيا په کې لږڅه بوره ، مالکه او ښوروا اچول کيږی.

پنځم، په کاسه کې توفو اچول کيږی او بيا اور يی ټيټ کيږی.

شپږم، کله چې په کاسه کې ټوله ښوروا وچه کيږی نو دغه خوراک به چمتو شي.

دغه خوارک چمتو کيږی. دغه خوارک په اسانه توګه پخيږی چې ډير غذايی توکي لري. تاسو پوهيږئ چې لوبيا او سره بانجان د خلکو د روغتيا لپاره ډير ګټور دی.

د پښتو ويبپاڼې قدرمنو مينه والو تاسو د دغه خوندور چينی خوراک د پخولو په اړه چې په چين کې ډېر دود لري، معلومات ولوستل. که تاسی غواړئ د چين د بېلابېلو خوړو په اړه نورمعلومات ترلاسه کړئ موږ ته يی په اړه وليکئ او خپلې پوښتنې راوليږئ . هيله ده د چينی خواړو پخولو لارې چارې مو خوښې شوې وی، کله چې چين ته سفر وکړئ نو له چينی خواړو سره به اشنا وئ او خوند به تری واخلئ. ستاسی د روغتيا په هيله!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040