شن جن د اقتصادي ځانګړې سيمې په توګه وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2008-09-03 20:43:39

شن جن د چين په جنوب د سمندر په غاړه پروت ښار دی. دغه ښار د ګوانګ دونګ ولايت په جنوب کې پروت دی چې خيتځ ته يې د دا يا او دا پونګ خليجونه، لوېديځ يې د جو جيانګ سيند سرچينه، جنوب يې له هانکانګ سره تړلی او شمال يې له دونګ ګوان او هوی جو ښارونو سره تړلي دي.

د چين حکومت او ګوانګ دونګ ولايت د ١٩٧٩ کال په مارچ کې پريکړه وکړه چې د باو أن ولسوالۍ پر شن جن ښار بدل کړي چې د ګوانګ دونګ ولايت او هوی يانګ سيمې تر ګډ کنترول لاندې وي. ګوانګ دونګ ولايت د همدی کال په نوامبر کې پريکړه وکړه چې شن جن ښار د دغه ولايت تر مستقيمې مشرۍ لاندې وي. د ١٩٨٠ کال د مې په مياشت کې شن جن ښار په رسمي توګه د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېتې او دولتي شورا له خوا د اقتصادي ځانګړې سيمې په توګه وټاکل شو. د چين د ملی ولسی کانګرس دايمی کمېټې د همدی کال د اګست په مياشت کې منظور کړه چې په شن جن کې اقتصادي ځانګړې سيمې جوړې شي. د ١٩٨١ کال د مارچ په مياشت کې دغه ښار د ولايت په کچه ښار ګرځېدلی او د ولايت په کچه د اقتصادي ادارې حق د ١٩٨٨ کال په نوامبر کې دغه ښار ته ورکړل شو. د چين د ملی ولسی کانګرس دايمی کمېټې د ١٩٩٢ کال په فبروری کې دغه ښار ته هغه حق هم ورکړ چې د شن جن ښار د ولسی کانګرس دايمی کمېټه او ښاري حکومت ځايي قانون او مقررات جوړوي.

د چين په ستره برخه کې د شن جن ښار د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت د هر تن پر سر ډېر زيات دی. د دغه ښار اقتصادي عمومی ارزښت له يو منځنی ولايت سره برابر دی. د بېلګې په توګه، په ٢٠٠٣ کال کې د دغه ښار اقتصادي عمومی ارزښت ٥٤٥٤٥ يوانو ته رسېدلی چې د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت يې د هېواد په لويو او منځنيو ښارو کې څلورم مقام ، د ماليې عايدات يې درېيم ځای، د وارداتو او صادراتو عمومی ارزښت يې لومړی مقام نيولی. د شن جن هوايي ډګر د چين په ستره برخه کې په څلورو لويو هوايي ډګرونو کې شمېرل کېږي او د چين په جنوب کې د مالونو د لېږدولو لپاره يو مهم پل دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040