د معيوبينو هنري ډله د معيوبينو د بېجينګ اولمپيک لوبو د تياريانۍ لپاره هڅې کوي

cri     (GMT+08:00) 2008-09-04 16:52:59

د اګست په اته ويشتمه نېټه د چين د معيوبينو هنري ډلې غړي جيانګ شين تيان، وانګ يي مې او چېنګ چېنګ د معيوبينو د بېجينګ اولمپيک لوبو د مشال لېږدونې د پيل په مراسمو کې له ګډون وروسته بېرته خپلې هنري ډلې ته ستانه شول چې له خپلو ملګرو سره يې د يادو شويو لوبو د پيل او پای په مراسمو کې د نندارې لپاره تمرينونه تر سره کړي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه ډله به نه يوازی په يادو شويو مراسمو کې ګډون وکړي، بلکې د بېچينګ په مشهور باو لي تياتر کې نندارې وکړي. جيانګ شين تيان په لاسی ژبې خبريال ته وويل ژوند ترخی او خوږی لري. بدني کمزورتيا يوازی دې ته تکلغونه ورسوي. هغه به په پرله پسې توګه د خپلو لاسونو او مسکا له لارې وګړيو ته هيلې خپرې کړي.

د
معيوبينو هنري ډله د زما هيلې په نامه د يوې نڅا تمرين کوي

 

لوبغاړې وانګ يي مې د زما هيلې په نامه نڅا کوي


1 2
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040