د بېجينګ اولمپيک لوبو لپاره تيار شوي ښکلی ګلونه

cri     (GMT+08:00) 2008-09-04 17:15:08

که تاسی اوس بېجينګ ته سفر وکړئ، ته به وموندئ چې په دغه ښار کې د اولمپيک سټېديومونو، سړکونو او د اوسېدونکو سيمو په شمول ډېر ځايونه په بېلا بېلو ښکليو ګلونو ښکلی شوي دي. سږ کال په بېجينګ ښار کې د ګلونو اړتياوې ډېرې زياتې دي چې شمېر يې اويا مليون ګلدانونو ته رسېدلی دی. د بيجينګ ښاروالی او اړوندو څانګو د دې لپاره چې په دوه زره او اتم کال کې به بېجينګ له شينو ونو او ښکليو ګلونو څخه ډک وي، څو کلونه دمخه يې د اولمپيک لپاره د ټاکل شويو ګلونو پر کرلو پيل وکړ. د ښار په ډېرو سيمو کې د ګلونو کرلو اډې جوړې شوې. په چين کې د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړی کې به تاسو ته د دغو ګلونو د روزلو په اړه څه معلومات وړاندی کړو.

ښاغلی ون باو شيانګ د بېجينګ د بې لانګ جونګ ګلونو او ونو د روزونکی اډې مشر دی. دغه اډه لس کاله مخکې جوړه شوې او د پلازمينې هوايي ډګرته نژدی پرته ده. ښاغلي ون باو شيانګ وويل د دغې اډې د جوړولو په پيل کې يوازی يو شمېر لويو تصديو او د سړکونو ادارو ته ګلونه برابرول. خو اوس مهال بېجينګ ښاروالي د چاپيريال ساتنې او د ښار سمسورولو ته په درنه سترګه ګوري او ګلونو او ونو ته د دغه ښار اړتياوې زياتېږي. ښاغلی ون باو شيانګ وايي

موږ به سږ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو ته د شږ مليون ګلدانيو ګلونه برابر کړو او

دوه مليون ګلدانۍ به چمتو وې. موږ به يو مليون او پنځه سوه زره يوانه ګټه تر لاسه کړو چې د تېر کال په پرتله به ډېره زياته وي.

اوس د دغه اډې له خوا روزل شوی ګلونه د مرغانو ځالې او د اوبو مکعب په شمول د اولمپيک لوبو په عمده ستېډيومونو او د بېجينګ د عمده سړکونوپه دواړو غاړو کې ايښودل شويدي چې پراخوالی يې دوه سوه زره مربع مترو ته رسېږي.

د اولمپيک ګلونو د روزنې په اړه څېړنه څو کاله دمخه پيل شوه. د يو شمېر کارپوهانو په أند د اګست په مياشت کې د بېجينګ هوا ډېره توده او لنده ده او ډېر باران اوري. نو لږ ډولونه ګلونه په دغه شان چاپيريال کې ښه وده کولی شي. د بېجينګ د باغوانۍ د ساينس اکاډمی عمومی انجينر لي يان مينګ وايي

د دوو برخو کارونه مو کړي دي. موږ لومړی د چيني او بهرنيو ګلونو د کرلو ازموينې تر سره کړې او هغه ګلونه يې غوره کړي چې د اولمپيک لوبو په ترڅ کې ښه غوړيږي.

تېر کال د يادې شوی اکاډيمی د څېړونکيو له ازموينو وروسته لومړی د ګلاب او پيچ نيلوفر په ګډون د بېجينګ اولمپيک لپاره پنځه سوه ډوله ګلونه وټاکل شول. د ښاريانو له غوره کولو وروسته هغه شل ډولونه ګلونه چې نه يوازی ښکلی بلکې د بېجينګ له دوبني اقليم سره مناسب وی، د اولمپيک عمده ګلونو په توګه وپيژندل شول

د بېجينګ باغوانۍ ادارې د ساينس څانګې مشرې شيو جيا وويل د بېجينګ يو لړ اړوندو تصديو د اولمپيک ګلونو له ټاکنې وروسته د دغو ګلونو پر روزلو او توليدولو پيل کړ.

که څه هم په بېجينګ کې د ګلونو روزونکيو د تصديو شمېر تر اوسه پوری معلوم نه دی. خو د دغه ښار په لېرې سيمو کې دوه زره بزګران د ګلونو پر روزلو بوخت دي. يو شمېر کسان په دی انديښمن دي چې د ګلونو د کرلو او پلورلو ډېرې تصدۍ به د اولمپيک لوبو له پای ته رسېدو وروسته د پلورنې له ستونزې سره مخامخ وي. خو د بې لانګ جونګ د ګلونو اډې د مشر ون باو شيانګ په أند د ګلونو روزنه ښه راتلونکی لري. ده وويل د ايکولوجۍ ساتنه د هېواد د اوږدې مودې تګلاره ده او د اوسېدونکو د ايکولوجۍ ساتنې شعور هم پياوړی کېږي. دی وايي

د اولمپيک لوبو له پای ته رسېدو وروسته به نور فعاليتونه هم تر سره شي. د وګړيو د ژوند ښه والی زياتو ګلونو ته اړتيا لري. موږ به په راتلونکی کې ډېر ښه ګلونه وروزو چې ښارونو او وګړيو ته به غوره خدمتونه برابر کړو.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040