د نينګ شا د هوي قوم کلتوري باغ ته کتنه

cri     (GMT+08:00) 2008-09-10 22:26:13

 د نينګ شا د هوي قوم خپلواکه سيمه چې د چين په شمال لويديځ کې پرته ده، په چين کې د هوي قوم مسلمانانو د راغونډېدو يوازنی سيمه ده او ځانګړی کلتور لري چې له امله يې د چين د اسلامی دودونو د ښودلو لپاره يو ښه ځای دی .د چين د مليتونو کور پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د نينګ شا د هوي قوم کلتوري باغ په هکله لږ څه معلومات وړاندی کړو.

د ينګ شا د هوي قوم کلتوري باغ د ٢٠٠٥ کال په سپتمبر کې جوړ شو چې تر اوسه پوری په چين کې د هوي قوم د کلتوري دودونو د ښودلو لپاره يوازنی ځای دی .د دغه باغ مسئول لې ژون ځه د دغه باغ د جوړولو موخې د يادونې په ترڅ کې وويل نينګ شا د هوي قوم مسلمانانو د راغونډېدو يوه خپلواکه سيمه ده.په چين کې د هوي قوم نفوس نژدی لس مليون تنو ته رسيږي چې دوه مليون او سل زره تنه په نينګ شا کې ژوند کوي.خو له اوږدې مودې راهيسی داسې هېڅ ځای نه و چې د هوي قوم کلتور پکې وښودل شی.د دغې سيمې حکومت د دغې تشې د ډکولو لپاره د هوي قوم کلتوري باغ او موزيم جوړ کړ.

د خپل ځانګړی کلتوري رول لوبولو له امله سيمه ايز حکومت دغه باغ ته ډېر ارزښت ور کړی دی.نوموړی وويل : زمونږ وطن زيات قومونه لري چې د هوي قوم په اقتصادی او کلتوري چارو کې له ٥٥ لږه کيو قومونو څخه تر ټولو پرمختللی دی.د هوي قوم کلتور د اسلامی کلتور او د هان قوم د دوديز کلتور له يو ځای کيدو وروسته يو ځانګړی کلتور شوی دی. نو د دغه باغ جوړونه نه يوازی د اوسنې زمانې

له غوښتنې سره بلکی د هوي قوم په کلتور کې د خلکو پېژندلو له هيلو سره سمون لري.

زمونږ خبريال د دغه مسئول په لارښوونې سره کلتوری باغ ته ورغی.د دروازې په وړاندی يو داسی هنری ډګر موجود دی چې پکې له شل تنو څخه ډګ دی. د اخترونو په مهال خلک دلته نڅاکوي او سندرې وايی.د دغه باغ يو کارکوونکی شو وي خبريال ته د دغه باغ د جوړولو په باب معلومات وړاندی کړل. هغه وويل چې د دغه باغ مساحت شل هکتارو ته رسيږي چې د هوي قوم موزيم،دوديزه ودانۍ ، د هوي قوم دوديز کلی، يو خوړنځی او يو هنری مرکز پکې شامل دی.

دغه موزيم پنځه تالارونه لري چې د هوي قوم او اسلام دين اثارو په اړه نژدی زر کورني او بهرني سندونه پکې راغونډ شوی او د چين د هوی قوم تاريخي او کلتوری سرچينه، د اسلامی کلتور بهير، ځانګړي کلتوري دودونه، د چين په تاريخ کې د هوی قوم مهم خدمتونه او د دغه قوم جوړونه او پرمختګ څرګنديږي.

د دغه باغ ساتل شوی بډای تاريخی شيان هم د اسلامی کلتور غنی سندونو په توګه ټاکل شوی دی. شيو وي خبريال ته وويل مونږ هم د اسلام دين له ټولنې او اسلامی پوهنځي سره همکاری کوو.په وروستيو ورځو کې اسلامی پوهنځی هم دغه موزيم د مسلمانانو د وطن دوستۍ پوهنې د يوې اډې په توګه ټاکلی دی.

د دغه موزيم ساتل شوي بډای شيان هم زيات بهرنی دوستان راجلبوي. د دغه باغ مسئول لی ژون ځه خبريال ته وويل د دغه موزيم له جوړولو وروسته د کويت، ايران، پاکستان او مصر په شمول يوشمېر هېوادونو سفيرانو له دغه ځای څخه ليدنه وکړه.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040