د بېجينګ د معيوبينو اولمپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو د موسيقی عمومی لارښوونکی فانګ مينګ

cri     (GMT+08:00) 2008-09-06 16:59:02

ګرانو اورېدونکو، د ١٣ دوری معيوبينو اولمپيک لوبې به د سپتمبر په ٦ نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي. د چين مشهور موسيقی پوه فانګ مينګ د دغو لوبو د پرانيستونکو مراسمو د موسيقی عمومی لارښوونکی دی. ٤٥ کلن فانګ مينګ د هېواد په کچه موسيقی جوړونکی ، د چين د موسيقی پوهانو د ټولنې غړی او د چين د معيوبينو د هنري ګډې ټولنې غړی او ديريکتور دی. ښاغلی فانګ مينګ د تېر کال په مارچ کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو کميټې له خوا د بېجينګ د معيوبينو د اولمپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو د موسيقی د عمومی لارښوونکی په توګه وټاکل شو.

له دی امله چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو پرانيستونکی مراسم ډېر خوندور وو ، نو وګړي د سپتمبر په ٦ نېټه د بېجينګ د معيوبينو اولمپيک لوبو پرانيستونکو مراسمو ته هم پوره هيله لري . ښاغلی فانګ مينګ خبريال ته وويل د معيوبينو اولمپيک لوبو د پرانيستونکو مراسم د اولمپيک لوبو له پرانيستونکو مراسمو څخه بېل دی، د معيوبينو اولمپيک لوبې په عمده توګه انسانانو ته پاملرنی کوي چې يو رومانتيک جوړښت دی او د موسيقی د جوړولو لپاره يې زياته فضا برابره کړی ده.

فانګ مينګ د چين په منځنۍ ان هوی ولايت کې زېږېدلی دی . دده پلار فانګ شاو شي د چين د ځايی دوديز هوانګ می اوپرا يو مشهور نغمه جوړونکی دی. هوانګ می اوپرا څه د پاسه دوه سوه کلن تاريخ لري او د چين په بېلا بېلو سيمو کې مشهور دی.

فانګ مينګ د خپل پلار په مرسته د ماشومتوب په موده کې د چين د دوديزی اوپرا له موسيقی سره ځانګړی مينه درلوده.

فانګ مينګ د نغمې جوړولو لپاره کوښښ کوي، هغه له ١٩٨٩ کال راهيسی څه د پاسه ٧٠٠ نغمې جوړی کړی او زيات شمېر جايزی يې تر لاسه کړي دي. د بېجينګ د معيوبينو اولمپيک لوبو له پای وروسته به د سپتمبر په ١٨ نېټه د فانګ مينګ له خوا د ډيزاين شوی يوه لويه رقعی ډرامه د هېواد په لوی تياتر کې ننداری ته وړاندی شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040