د معيوبينو د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونکې هاو جينګ جينګ

cri     (GMT+08:00) 2008-09-08 15:52:00

د چين مدنيت په نامه د بېجينګ د معيوبينو د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونې فعاليت د سپتمبر په دوهمه نېټه د چين د جيانګ سو ولايت په نان جينګ ښار کې تر سره شو. هاو جينګ جينګ په دغه فعاليت کې لومړی ليږدونکې وه. که څه هم فلجه وه، خو هاو جينګ جينګ د خپل ټينګ هود له لارې په خپل ژوند کې برياليتوب تر لاسه کړي.

زموږ خبريال د نان جينګ د نړيوال غونډې په مرکزي هوټال کې له هاو جينګ جينګ سره مرکه کړی. هغه په څرخ لرونکی څوکۍ کې ناسته وه او د مشال د ليږدولو ځانګړې جامې ا غوستې وې. هغې وويل چې د دغو جامو له لارې يې د ليږدونکو دنده احساس کړی. دې وويل ( د معيوبينو اولمپيک لوبې د اولمپيک له لوبو سره يو شان دی چې د بشريت د سولې او پرمختګ موخه څرګندوي. موږ بايد په خپلو کارونو کې د معيو بينو د اولمپيک لوبو روحيه ښکاره کړو. )

هاو جينګ جينګ چې عمر يې دری ديرش کاله دی د نان جينګ ښار د ښوونې پوهنتون يوه ښوونکې ده. هغه د يوولس کاله ناروغۍ له امله فلجه شوه. له دې وروسته په ١٩٩٨ کال کې هاو جينګ جينګ د بېلا بېلو ستونزو په له منځه وړلو سره د نان جينګ د ښوونې په پوهنتون کې شامله شوه او د ماسټري او ډاکتري کچې ورسيدله.

هاو جينګ جينګ په تېرو څو کلونو کې يو کتاب ليکلی او دوه نور کتابونه يې ژباړلي دی چې د تورو شمير يې له اتو لکو نه اوښتی دی. په ٢٠٠٣ کال کې هاو جينګ جينګ له مشهور لوبغاړی پو څون شي سره يو ځای د چين د معيوبينو شپږمې دورې سپورتي لوبو د پرانيستونکو مراسمو مشری وکړه چې په نان جينګ ښار کې تر سره شوې. هاو جينګ جينګ وويل چې زه له ١٩٩٨ کال راهيسي تل د يوې کلتوری داوطلبې په توګه کار کوم چې خپله ټوله پوه نورو وګړيو ته وړاندی کوم او ټولنې ته خدمت کوم.

هاو جينګ جينګ څو څو ځله غريبو زده کوونکو سره مرسته وکړي. هغه تل د نان جينګ په خيريه مرکز کې له ماشومانو سره خبرې کوي او د خپلو کيسو له لارې دغو ماشومانو ته مرسته کوي.

هاو جينګ جينګ هيله لري چې په چين کې د معيوبينو د اولمپيک لوبو له ترسره کولو څخه د لا زياتو معيوبينو هيلې څرګندې شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040