د خوشبويی غر
ګرانو دوستانو! چين يو لوی هېواد دی چې په بېلابېلو ځايونو کې يی ډېرې ښکلی منظرې ليدل کيږی. د چين نړيوالې راډيو په ډېرو پروګرامونو کې د چين د ښکليومنظرو په اړه ځينی معلومات وړاندی کړي دی. د دې ترڅنګ د پښتو خپرونې په ويبپاڼه کې په دې اړه ښکلی عکسونه هم وړاندی کېږي. دغه راز ګران دوستان د دغو عکسونو له لارې د چين د بېلابېلو ځايونو ښکلی منظرې ليدلی شی.
شيان شان غر د خوشبويی غر معنی لري. د شيان شان پارک د بيجينګ په لويديځه برخه کې پروت دی چې پراخوالی يی شاوخوا ١٦٠ هکتارو ته رسيږی. دغه پارک تر اوسه پوری اته سوه کلن تاريخ لري چې په ١٩٥٦ کال کې د عامو وګړو پرمخ خلاص شوی دی.