د ګه لي شرکت مشره دونګ مينګ جو

cri     (GMT+08:00) 2008-09-10 16:22:02

دونګ مينګ جو په نولس سوه او څلور نويم کال کې د ګه لي شرکت د پلورنې څانګې د مشرې په توګه وټاکل شوه. له نولس سوه او پنځه نويم کال څخه تر دوه زره او پنځم کال پورې د دونګ مينګ جو په مشرۍ د ګه لي شرکت د ايرکونديشنرونو د پلورنې ارزښت په پرله پسې يولسو کلونو کې په نړۍ کې لومړی مقام نيولی و. دونګ مينګ جو د اوږدې مودې د کار په ترڅ کې د پلورنې په اړه خپله ځانګړې لار پيدا کړه او دغه لار د اړوندو خواوو او خبري رسنيو له خوا د ګه لي لاره نومېږي او د اقتصادي کارپوهانو له خوا د يوويشتمې پېړۍ د اقتصاد نوی انقلاب ګڼل کېږي.

ګه لي شرکت د څه دپاسه لسو کلونو له پرمختګ وروسته ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. دغه شرکت پخوا هر کال يوازې شل زره ايرکونديشنرونه توليدول، خو نن ورځ دغه شرکت په جو های، دان يانګ، چونګ چينګ او برايل کې خپلې څلورې توليدي اډې او پنځه ويشت زره کارکوونکي لري. ګه لي شرکت اوس هر کال پنځلس ميلونو کورنيو ايرکونديشنرونه توليدوي او د پنځه مليارډو يوانو په رازښت سوداګريز ايرکونديشنرونه پلوري. تر او سه پورې دغه شرکت د دوه مليارد يوانو په ارزښت پانګه درلودله او له نولس سوه او پنځه نويم کال راهيسې يې څلويښت مليون ايرکونديشنرونه پلورلي چې نژدی اويا مليارد يوانه عايدات يې تر لاسه کړي دي. دغه شرکت هېواد ته د دری مليارد او پنځه سوه مليون ماليه ورکړې ده او په پر له پسې يولسو کلونو کې د دغه شرکت د پلورنې ارزښت او په بازار کې نيول شوې

برخې په هېواد کې لومړی ځای نيولی دی. بر سېره پردې دغه شرکت د تکنالوژۍ، پلورنې، خدمت او ادارې په ګډون په بېلا بېلو برخو کې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي او په ښه ډول يې خپلې ټولنې دندې او مسؤل تر سره کړی دی.

د پلورنې او ادارې په برخه کې د دونګ مينګ جو استعمداد د ټولنې د بېلا بېلو خواوو له خوا زياته ستاينه تر لاسه کړې ده. هغه د دوه زره او درېيم کال په جنوری کې د ملي ولسي کانګرس د استازي په توګه وټاکل شوه او د دوه زره او پنځم کال په نومبر کې د امريکا د فورچون مجلې له خوا د سوداګرۍ په برخه کې د نړۍ په تر ټولو پنځوسو اغېزناکو ښځو په ډله کې شامله شوه. د دوه زره او شپږم کال په مارچ کې يې د دوه زره او پنځم کال د چيني ښځو لپاره د اقتصاد د نويو چارو د موندلو لويه جايزه تر لاسه کړه.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040