د بېجينګ د معيوبينو اولمپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو عمومی لارښوونکی جانګ جی ګانګ

cri     (GMT+08:00) 2008-09-11 17:50:48

ګرانو اورېدونکو، د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د معيوبينو اولمپيک لوبې د سپتمبر په شپږمه نېټه پرانيستل شوی او د دغو لوبو پرانيستونکی مراسم له رومانتيکو او زړه راپاروونکو احساساتو څخه ډک و .د پروګرام په دغې کړۍ کې به تاسو ته د دغو پرانيستونکو مراسمو د عمومی لارښوونکی جانګ جی ګانګ په اړه ځينی معلومات وړاندی کړو.

څه د پاسه څلور سوه تنو معيوبينو د دغو پرانيستونکو مراسمو په هنري ننداری کې ګډون وکړ. ښاغلي جانګ جی ګانګ او دده کاري ډلې د پرانيستونکو مراسمو د بريالی کېدو لپاره څو ځله له معيوبو هنرمندانو او لوبغاړيو سره خبرې اترې وکړې او له دوی سره يې د هنر او ژوند په اړه بحث کړی چې د ژوند په اړه د معيوبو هنرمندانو او لوبغاړيو نظريو پر جانګ جی ګانګ او دده پر کاري ډلې ژوره اغيزه کړې ده.

د هسپانيې د سپورټ د مارکا ورځپاڼې او د فرانسی خبري اژانس د بېجينګ د معيوبينو اولمپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو ډېره ستاينه کړې چې بېجينګ يو ځل بيا په نړۍ کې مشهور شوی دی.

٥٠ کلن جانګ جی ګانګ د چين په شمال شان شي ولايت کې زېږېدلی دی. هغه د ١٢ کلونو په شاوخوا کې د نڅا کولو زده کړه وکړه او پنځه کاله وروسته يې د نڅا په جوړولو پيل وکړ. له ٣٠ کلونو راهيسی د جانګ جی ګانګ له خوا جوړ شويو د موسيقی او نڅاوو اوپيراګانو او د اکروباتيکو نندارو شمېر ٣٠٠ ته رسېدلی چې په شپيتو هېوادونو او سيمو کې ننداری ته وړاندی شوی او څه د پاسه ٣٠ جايزی يې تر لاسه کړی دي.

د بېجينګ د معيوبينو اولمپيک لوبې به د سپتمبر په اوه لسمه نېټه پای ته ورسېږي. ښاغلي جانګ جی ګانګ د دغو لوبو د پای مراسمو عمومی لارښوونکی هم دي. هغه وويل د معيوبينو اولمپيک لوبو د پای مراسم به د بېجينګ د اولمپيک لوبو وروستی مراسم وی ، نو راتلونکی هيله او د بېجينګ ځانګړتيا به په کې څرګنده شي. بر سيره پر دی به لازيات نندارچيان هم په کې ګډون وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040