د جنوبي افريقا د لامبو وهلو لوبغاړې ناتالي دو تويت

cri     (GMT+08:00) 2008-09-11 20:07:16

هغو معيوبينو چې د بېجينګ د اولمپيک په لوبو کې يې ګډون درلود د بېجينګ د معيوبينو د اولمپيک په لوبو کې هم ښې پايلې تر سره کړې. د جنوبي افريقا د لامبو وهلو مشهوره لوبغاړې ناتالي دو تويت د اوبو مکعب په نامه د چين د لامبو وهلو په مرکز کې ښه پايله تر لاسه کړه.
ناتالي دوتويت د معيوبينو د اولمپيک لوبو د سل مترو په واټن د پتنګ لامبو وهلو په سيالۍ کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ او نوی نړيوال ريکارډ ټينګ کړی دی. له دې مخکې ناتالي دو تويت د بېجينګ د اولمپيک په لوبو کې هم ګډون درلود او د لس کيلومترو په واټن د لامبو وهلو په سياليو کې يې شپاړسم مقام نيولی و.
که څه هم ناتالي په ٢٠٠٢ کال کې د بريتانيا د ټولنې په لوبو کې له روغو وګړيو سره يو ځای په سياليو کې ګډون کړی و، خو هغه په دغو لوبو کې د ډير غوره لوبغاړيو په ټولټاکنو کې برياليتوب تر لاسه نه کړ. د ناتالي په اند د بېجينګ د اولمپيک په لوبو کې په ګډون سره يې ژوند بدل شوی. دې وويل اوس ډير زيات وګړي راسره مرکې کوي. زه په جدی توګه له دغو مرکو سره مخامخ يم. زه غواړم ټولو خلکو ته ويم چې که تاسي کوښښ وکړي، خپله موخه به تر لاسه کړی.
د بېجينګ د اولمپيک لوبو له پای ته رسيدو وروسته ناتالي د معيوبينو د اولمپيک لوبو د تياريانيو لپاره په بېجينګ کې پاتی وه. دی وويل ما فکر نه کاوه
چې د معيوبينو د اولمپيک په لوبو کې د سرو زرو مډال او نوی نړيوالی ريکارډ ټينګ کړای شم.
څلور کاله مخکې ناتالي د اتن د معيوبينو د اولمپيک په لوبو کې ښه پايله تر لاسه کړې وه چې د سرو زرو پنځه مډالونه او د سپينو زرو يو مډال يې تر لاسه کړي وه. په ٢٠٠٦ کال کې يې د معيوبينو د لامبو وهلو په نړيوالې اتلولۍ کې د سرو زرو شپږ مډالونه تر لاسه کړي دي. دې وويل هره سيالی ښو تياريانو ته اړتيا لري. زه هيله لرم چې د اتن د سياليو په پرتله به ښه پايله تر لاسه کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040