د خلکو حافظه ( ٢)

cri     (GMT+08:00) 2008-09-11 20:08:25

يو له بنسټيزو پوښتنو چې موږ ته له مطالعي نه د ښو پايلو تر لاسه کولو په اړه مخ ته راځي. هغه دا ده چې سره له دې چې ډېر کوښښ کوو يو مطلب ياد کړو، ويې لولو او څو ځلې پر باندې تېر شو، ساتونه ساتونه وخت مو وته بېل کړيوي. خو په پای کې هغه څه چې بايد لاس ته راوړو نه يې شو راوړای. يا دا پوښتنه چې ګمان کوو چې د يو شي له لوستلو مو ډېر څه زده کړې خو په حقيقت کې مو کوم ځانګړی شي ورڅخه نه وې زده کړی. راځئ دې پوښتنو ته د ځواب موندلو لپاره د خلکو د دريو ډولونو لاملونو په اړه خبري وکړو.

له حسي حافظې نه د هېرېدلو لامل:

په دې حافظه کې د زياتو معلوماتو له ډلې څخه چې هره شېبه زموږ حسي حافظې ته داخلېږي. يوازی هغه توکي په مغزو کې پاتې کېږي چې زموږ د پاملرني او علاقي وړ وې. له همدې کبله له دې حافظې نه د هېريدلو لوی لامل د پاملرني نشتوالی دی.

له لنډ مهالي حافظې نه هېرېدلو لاملونه:

دا دوه بنسټيز لاملونه لرې:

١- د معلوماتو ځای ناستي کېدل، په دې مانا چې د دغې حافظې ظرفيت ته يوه ټاکلې اندازه شته چې هر وخت هغه ډکه شې زاړه معلومات ورنه سولېږي او نوي يې ځای ناستې کېږي.

٢-د وخت تېريدنه، يعنې ډير معلومات د مهال په تېرېدو سره له دې حافظې څخه وځي.

له اوږد مهالي حافظې نه د هېريدلو لاملونه

له دې حافظې نه د هېرېدلو د بېلا بېلو لاملونو په ډله کې دا د يادونې وړ دې:

١) يو په بل کې ګډېدل

د حافظې پوهان په دې باور دې چې ځيني وختونه زده سوي معلومات يو په بل کې ننوزي او سره ګډېږي او له همدې کبله هغه معلومات په سمه توګه په ياد نه راځې. کله کله پخوانې معلومات د نويو هغو د يادېدلو مخنيوی کوې او کله بيا نوې معلومات د زړو هغو د په ياد پاتي کېدلو په لار کې خنډ ګرځي.

٢) بيا موندنه:

له دې ليدتوګي سره سرم هغه څه چې اوږد مهالي حافظې ته يو ځل وسارل شي. بيا هېڅکله له منځه نه ځې او په ياد راوړلو کې د پاتې راتلو لامل داوې چې د زده شوو معلوماتو په بيا موندنه کې موږ کمزوري يو، کنه هغه معلومات اوس هم زموږ په مغزو کې شته دې. دا موږ دې ته اړ باسي چې د ستونزې ريښې ته ځير شو. د خپلې انرژي او وخت نه په ښه توګه د ګټي اخيستلو په خاطر بايد د په ياد لرلو لپاره تر ټولو ښو لارو چخه کار واخلو چې يو له هغو نه د بی مانا خو د بل شي لپاره اړين څېزونو طوطي ډوله يادول دي. طوطي ډوله يادول هغه وخت په کارېږي چې کله ناچاره شي چې بايد يوه اندازه بې مانا توکي ياد کړې. د دغسې مطالبو د يادولو لپاره دوه لاري شته دې. يو يادول دې چې يو شش په څو برخو وېشې چې اسانه زده شي او بل چې لوستونکی خپل وخت په بېلاب ېلومهاليزو پړاوونو وېشي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040