موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2008-09-13 20:47:09

قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ. زه اياز د لومړي ځل لپاره له تاسو سره د موږ او اورېدونكي پروګرام كې ملګرى يم او اورېدو ته يې ستاسو هركلى كوم، نو هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ. لوى خداى وكړي چې تاسې ټول روغ او خوشاله وئ او هم مو د ژوند ورځنۍ چارې په خير او برياليتوب ترسره كوئ. نور نو خبرې نه اوږدوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم.

دغه لومړى ليك را اخلم چې له عطاالرحمن فاروقي څخه را استولى دى. په سر كې يې د پښتو څانګې كاركوونكيو ته سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كړې او بيا يې ليكلي: زه عطاال

رحمن فاروقي د بغلان ولايت د پلخمري والسوالي د باغشمال د ساقي د کلي اوسيدونکي : او ماسره ملگري هريو عطاالله فاروقي وقاري صاحب حمايت الله ومحمد قاسم جلالي و فضل حق او وړوکي نورالرحمن فاروقي. مونږ خپل سلامونه د( سى ،آر ، آى) دراديو ټولو کارکونکوته او ډيوي جاني خورته خپل د ميني او خلوص څخه ډک ډک سلامونه وړاندي کوو هيله منديو چي زمونږ سلامونه قبول او واعليکم ورته ووياست ډيوي جاني خور دستا د پښتو هنداره د راليږلونه ډيره ډيره زياته مننه کوم هيله مند يم چي په اينده کي داسي کاميابه اوسي ډيره شايسته وه او دستا سو خبرنګارانونه هم ډيره مننه کوم چي په پښتو هينداره کي ډير کوشش کړي وه د لا نور کاميابي په هيله .

دغه بل ليك را اخلم چې له کابل څخه اورېدونكي نقيب الله مل را استولى دى. لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې ډيرو ښاغليو او اغليو كاركوونكيو ته سلامونه او ښې چارې، په دې هيله چې ټول خوښ او جوړ اوسۍ درته خپل سلامونه او نيكې هيلې وړاندې كوم! او د دې تر څنګ د المپيك لوبو د سياليو په اړه درته دا لنډه ليكنه ليږم.

موږ ډير خوښ او خوشحاله يو چې د المپيك د نهه ويشتمې دورې نړيوالو لوبو د سيالۍ كوربتوب وياړ د چين هېواد په غاړه دى، او د چين هېواد د دې سيالۍ د لاښه ترسره كېدلو لپاره د هر ډول تياريانو او امكاناتو د برابرولو تر څنګ د ترانسپورتي اسانتياوو، او د هر ډول خدمتونو د ترسره كولو لپاره ډيرې هلې ځلې كړي او د دې سياليو د ښه ترسره كېدلو لپاره هر ډول چمتوالى لري.

د المپيك لوبو سيالۍ چې د اګست په اتمه نېټه د چين هېواد په پلازمينه بيجينګ كې د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ كې پيل شوې، چې د نړى له ګوټ ګوټ څخه د پنځو لويو وچو څخه لوبغاړو په كې ګډون كړى دى، په ههمدې ډول د نړۍ ډيرو مشرانو، ولسمشرانو يې هم د پيل په مراسمو كې ګډون وكړ. دغه لوبې به چې د روانې مياشتې تر اته ويشتمې نېټې پورې يعنې شل ورځې دوام وكړي او نوموړې لوبې به د چين هېواد په مختلفو سټډيمونو كې تر سره شي. لكه د مرغانو ځاله سټېډيم، د اوبو مكعب او د چين هېواد په نورو سټډيمونو كې به ترسره شي.

افغانستان هم په دې لوبو كې د ګډون لپاره خپل پېنځه تنه لوبغاړي د المپيك په لوبو كې د ګډون لپاره استولي دي، چې له دې جملې څخه يوه انجيلۍ به هم په دې لوبو كې ګډون كوي او په مختلفو سياليو كې به برخه واخلي. د دې لوبو د پرانېستې د پيل په مراسمو كې د نړۍ د نورو مشرانو تر څنګ د افغانستان ولسمشر ښاغلى حامد كرزى هم ګډون كوي.

افغان ملت هيله كوي چې په راتلونكې كې افغانان هم دا توان پيدا كړي چې د المپيك د داسې لوبو كوربه شي، او د چين ولس ته د دې لوبو د كوربتوب له امله مباركي وايي.

دا بل ليك د پاكستان صوبه سرحد ضلع مانسهره د خراسان له كلپ څخه زمونږ اوريدنكي فرهاد الله همدرد او ملګرو يې هر يو صداقت انګار او ظهور همدرد را ستولي دى . دوي پخپل ليك د سي ار اي ټولو كاركونكو ته سلامونه وړاندې كړي او ويلي دي ، چې د سي ار اي راډيو خپروني په ډيره مينه اوري .

فرهادوالله وروره ستاسو ليك مور خپر كړ پدې هيله چې اوريدلي مو وي .

دغه بل ليك هم د پاكستان صوبه سرحد ضلع مانسهره ، د خراسان كلپ څخه د سي ار اي راډيو اوريدونكو هر يو صديق الله صادق ، خورشيد، فرهاد ، نور حمان او نورو ملګرو يې راليزلى دى . د سي ار اي راډيو ټولو كارونكو ته يې سلامونه ويلي . اوو ايې : دى ډير خوښ دى چې له سي ار اى سره تماس لري .

دغه اوريدنكي د مور په اړه يو مطلب هم راستولي او پكي يې ليكلي دي . چې دى د مور ډير عزت او درناوى كوي ، او زياتوي چې مور يې دده په روزنه او پالنه كې ډير ستونزې او سختى ګاللي دي .

صديق الله جانه دا دى ستاسو ليك مو خپر وكړ او هيله ده ، چې ټول زامن ستاو په شان د مور خدمت او درناوى وكړي .

درانو اورېدونکيو د خپرونې له پای ته رسېدو مخکې به د استاد عوال مير په اواز کې يوه ښکلې سندره واورو. (سندره)

د موږ او اورېدونكي پروګرام په همدې ځاى پاى ته رسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې د خپرونې په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040