مسلمان ما تينګ فو

cri     (GMT+08:00) 2008-09-16 16:52:06

سپين ږيری ما تينګ فو د چېن د نينګ شيا د هوي قوم په خپلواکه سيمه کې اوسيږي.روان کال په نوي کور کې د سپين ږيری ما تينګ فو د اوسېدو له لسم کال سره برابر دی.د ده کورنۍ په تېرو لسو کلونو کې له کليوالو سره د ځمکو د شاړېدو د مخنيوي لپاره هڅه کوله چې له امله يی شتمن شوي دي.

که څه هم د سپين ږيری ما په هغه کلی کې چی د نينګ شيا د هوي قوم د خپلواکې سيمې له مرکز اين چوان څخه په ١٢٧ کيلو مترۍ کې پروت دی، ژوند کوي ، خو د ده ژوند له ښاريانو سره يو شان دی . پخوا ده د دغې سيمې په يوې ليرې غرنۍ سيمه کې ژوند کاوه چې هوا يی تل وچه وه او لږ باران اوريده، نو هلته د خلکو ژوند ډېر بی وزله و. لس کاله مخکی د ده کورنۍ د هونګ سه باو په نامه يوې سيمې ته کډه شوه چې که څه هم نفوس يې لږ و، خو ترانسپورتي شرطونه يی ښه و، تر ټولو مهمه دا وه چی د زيړ سيند په کارولو سره ځمکو ته اوبه ور کول کيدای شی.ښاغلی ما وويل :په هغه وخت کی لږ شمېر وګړي دلته ته راغلی خو د اوبو لګولو پروژې د أبادۍ له امله بريښنا توليد شوه او دغه راز سړک هم جوړ شو چې له امله يی د وګړيو شمېر زيات شوي دي.د لارې له جوړيدلو وروسته جومات ته د خلکو د تګ لپاره ډېرې زياتې استانتياوې برابرې شوې.

د هونګ سه باو په نامه سيمه له بی وزلو وګړيو سره د مرستې لپاره د چين د مرکزی حکومت له خوا يوه ايکولوژيکی سيمه ده. په تېرو لسو کلونو کې نژدی دوه لکه بزګران له وچې سيمې څخه دغې سيمې ته ليږدول شوي چې د هوي قوم وګړيو شمېر په سلو کې ٥٧ ته رسيدلی دی . اوس دلته ودانی قطار په قطار ولاړ دي او ځمکی، د

ميوه لرونکيو باغونو او ځنګلونو څخه ډک دی.که څه هم په تېر کال کې دغه سيمه له وچکالي سره مخامخ ده ، خو د غلودانو ښه حاصلات يی تر لاسه کړي دي. د ما تنيګ فو کشر زوي ما اينګ چنګ وويل :حکومت د غلودانو او کيمياوي سرې په اړه موږ ته را کړې چې زمونږ د ژوند لپاره يی ښه ضمانت برابر کړی دی.

د غلودانو او ميوو د کرلو او کليوالو بزګرانو د ليږدولو له امله د دغې سيمې د هر تن په سر عايدات پنځه ځله زيات شوی دی. ما اينګ چنګ د عايداتو د زياتوالي په برخه کې يو استازی دی چې څلور کورونه او مالونه وړونکی او ځانګړی موټرونه لري.په تېرو لسو کلونو کې هغه دوه ځله مکې ته د خپل پلار او مور د تللو لپاره پېسې لګولې دي.

سربېره پردی هغه زمونږ خبريال ته وويل : تېر کال د ده مور د معدې زخم په ناروغۍ اخته شوه ، خو لګښت يی لږ و. ځکه چی دوی په کليوالو سيمو کې د همکارۍ له نوي ډول طبی نظام څخه ګټه اخيستې ده.اوس مهال د ده کورنۍ په نيکمرغه او خوشحالۍ سره ژوند کوي. نو دی د حکومت له ښې تګلارې څخه ډېره مننه څرګندوي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040