په چين کې د هوي قوم د سوداګرانو لومړی غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2008-09-22 14:59:28

په چين کې د هوي قوم د سوداګرانو لومړی غونډه يعنی د مسلمانانو د تصديو سرمشريزه غونډه د سپتمبر په ٨ نېټه د نينګ شيا د هوي قوم د خپلواکې سيمې په مرکز اين چوان ښار کې تر سره شوه .دغه غونډه لومړی ځل د هوي قوم د سوداګرانو تر عنوان لاندی تر سره شوه او هم لومړی ځل په اين چوان ښار کې جوړه شوې غونډه ده.

په دغه غونډه کې د هوي قوم د سوداګرانو د تاريخ او کلتور په باب بحث وشو او د چين په اقتصادي پرمختګ کې د چين د اسلام تصديو ښې پايلې وښودل شوې، په چين کې د اسلامي تصديو تصديو له خوا له نړيوال کيدو په باب بحث وشو . د دغې غونډې په موده کې په هر اړخيزه توګه د هوي قوم دودنه وښودل شول .دغې غونډې د هوي قوم د سوداګرانو د کلتور د هڅولو او په نړۍ کې د هوي قوم د سوداګرانو او اسلامي تصديو ترمنځ د اړيکيو او دوستۍ او د نظريو تبادلې لپاره يوه ښه زمينه برابره کړې ده.

د نينګ شيا د هوي قوم د خپلواکې سيمې مشر وانګ ځنګ وي د سپتمبر په ٨ نېټه سهار د چين د اسلامي ټولنې د مرستيال يانګ جی بو، بهرنيو مېلمنو ، کارپوهانو او د تصديو د استازيو په شمول په دغه غونډه کې له ګډون کوونکيو سره وکتل.

د وانګ جی وي او چيوي بو په شمول د دغې سيمې ځينو مشرانو د دغې کتنې په ترڅ کې په دغه غونډه کې د ټولو مېلمنو د ګډون هر کلی وکړ او دوی ته يی له ٥٠ کلونو راهيسی په نينګ شيا کې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په باب معلومات وړاندی کړل . هغه زياته کړه چې د لويديځې برخې د پرمختګ د ستراتيژۍ په لارښوونې سره په وروستيو لسو کلونو کې نينګ شيا چټک پرمختګ کړی او په علاقه داريو او

ښارونو او ښارګوټيو کې ستر بدلونونه رامنځته شول چې له امله يی د خلکو ژوند ښه شوی دی. هيله ده چی بېلا بېل مېلمانه له نينګ شيا څخه ليدنه وکړي او د دغې سيمې اسلامي چارو ته پاملرنه وکړي چې دغه چاری زيات پرمختګ وکړي او د هوي قوم خپلواکه سيمه لا ښه راتلونکی ولري.

يانګ جی بو وويل: د هوي قوم د يو غړي په توګه نينګ شيا ته راغلی څرنګه چی خپل ټاټوبی ته راغلی دی ، نو احساسات يې ښه دی. په وروستيو کلونو کې په نينګ شيا کې زيات بدلونونه رامنځته شوي ، مونږ ټول تل نينګ شيا ته پاملرنه کوو او غواړو چې د نينګ شيا د اقتصادي پرمختګ لپاره خپل خدمتونه وکړو.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040