د هوي قوم د ړانده هلک وانګ جي کيسه

cri     (GMT+08:00) 2008-10-08 14:46:23
څلوريشت کاله مخکی د يوې ناڅاپه پېښې له امله د چين د نينګ شيا د هوي قوم خپلواکې سيمې د جنوبې برخې په غرنۍ سيمه کې يو ١٣ کلن هلک په تياره کې ولويد سترګې يې ټپي او بيا ړوند شو، خو اوس دغه ړوند هلک د خپلې سيمې د معيوبينو د لومړی مسلکی ښوونځي د بنسټ ايښودونکي په توګه وټاکل شو.د چين د مليتونو کور پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د هوي قوم د دغه ړانه د هلک وانګ جي کيسه درواوروو او په اړه يې لږه څه معلومات وړاندی کړو.
زمونږ خبريال د ده د ای ده په نامه د چاپی کولو په مرکز کې چې د نينګ شا د هوي قوم خپلواکې سيمې په مرکز اين چوان ښار کې ده ، له هغه سره مرکه وکړه.وانګ جي د چاپی کولو په يوه کوټه کې د ړوندوالي له امله د خپلو بدلونونو د يادونې په ترڅ کې وويل کله مې چی عمر مې څه د پاسه شل کاله و چې د شان شی ولايت په منځنی ښوونځی کې مې زده کړه کوله ، د ړوندوالي حالت می ومانه،ځکه چی په دغه ښوونځی کې مې خورا زيات ړانده ټولګيوال وکتل. زما په أند ړوندوالي زما په ژوند کې نوي بدلونونه راوستي دي.
کله چی په عمر ١٣کلن شو، وانګ جی ړوند شو، د دغې ناڅاپې پېښې په وړاندی ناهيلی شو. هغه وويل ناڅاپه زما نړۍ بدله شوه ، نو ډېر ناهيلې شوم.
وانګ جی د کورنۍ بی وزليتوب او د پلار او مور سړتيا له ليدلو وروسته يوازی سوړه اسويلی ايسته.هغه زياته کړه ناڅاپه ړوند شوم چې له امله يې زما
د پلار او مور ډېر ودردېدل ، نو ما وغوښتل چې هرو مرو خپلې چارې جوړې کړم.
په ١٩٨٧ کال کې وانګ جی د شان شی ولايت د جی چيانګ په منځني ښوونځي کې ومنل شو چې د چاپی کولو چارې يې پکې زده کولې ، له فارغيدو وروسته بيرته خپل ټاټوبی ته ستون شو او د خپلې ولسوالۍ روغتون د چاپی چارو د يو ډاکتر په ټوګه وټاکل شو.خو لږه موده وروسته ده يوه پرېکړه وکړه چې د کارکولو ترڅنګ په پوهنتون کې د زده کړې لپاره کوشش وکړي.
په ١٩٩٨ کال کې له پوهنتون څخه له فارغېدو وروسته وانګ جی د چين شن جن ته ورسيد.د يوې تصدۍ هانکانی خاوند له وانګ جی سره أشنا شوې او د چاپی کولو يو مرکز د جوړولو بلنه يې ور کړه او دغه راز يی ژمنه وکړه چې ښاغلی وانګ ته يی دېرش سلنه ونډې ورکړي.خو وانګ جی د دغې بلنې په اړه متردد شو.نو په اخر کې يی د نينګ شيا د هوي قوم خپلواکې سيمې ته ستون شو.ډېرو سيمه ايزو ړندو د ده د بيرته راتګ د خبر له اوريدولو وروسته د ده کور ته ورغلل او هيله يی څرګنده کړه چې لازياتو ړندو ته د کارکولو فرصت برابر شی.نو د ړندو ډاکترانود چاپی چارو په اړه يې د روزنې ښوونځی د جوړولو سوچ ور ته پيدا کړ.
د ١٩٩٩ کال په اپريل کی دغه ښوونځی خپلی چارې پيل کړې او د ٢٠٠١ کال په جولاۍ کې د ښاغلی وانګ جی د نه ستومانه کيدونکيو کوششونو له امله د دغې سيمې د معيوبينو ټولنې او ټولنيز ضمانت د څانګې په ملاتړ په نينګ شيا کې د معيوبينو د روزلو لپاره يوازنی ځانګړی ښوونځی منظور شو چی نوم يی د اي ده د معيوبينو د مسلکی فنی روزنې ښوونځی دی.
تر اوسه پوری په دغه ښوونځی کې دوه زره او پنځه سوه تنه معيوبين روزل شوي چې
نوی سلنه يې مسلکی تصديق ليکونه تر لاسه کړي او شلګونه تنه معيوبين په بېجينګ، شانګهای او تيان جين ښارونو کې استخدام شوي حتی ځينی يی د کارکولو لپاره جاپان، سينګاپور او استراليا ته هم تللي دي.
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040