د لياو نينګ ولايت دا ليان ښار

cri     (GMT+08:00) 2008-09-18 19:49:07

دا ليان د لياو نينګ ولايت دوهم لوی ښار دی او د چين په شمال ختيځ کې د اقتصاد پرمختللی ښار هم ګڼل کېږي.

په دغه ښار کې اقتصاد چټک پرمختګ کړی او ډېر بهرني بانکونه پکې راغونډ شوې دي. تر اوسه پورې د بهرنيو هېوادونو نولس بانکونو او اړوندو ارګانونو په دا ليان ښار کې خپلې څانګې پرانيستې او دغو ارګانونو له يو سل او پنځوس هېوادونو او سيمو سره شبکې ټينګې کړې دي. د دغه ښار د سواګريزو توکيو د معاملې اېجنسۍ د چين درېيمه لويه اېجنسۍ ده. په دوه زره او څلورم کال کې په دغه ښار کې د ونډو سوداګريز ارزښت له پنځو سوه مليون يوانو څخه اوښتی او د هېواد په سلو کې اته پنځوس برخه يې نيولې وه.

د دا ليان ښار سوداګريزي چارې ډېرې سمسورې دي. دغه ښار د چينګ ني وا، تيان جين جيه او شي أن لو په ګډون درې سوداګريزې سيمې ، ١٥٥ زره سوداګريزې شبکې او د نړيوالې کچې څه دپاسه پنځوس لوی سوداګريز تاسيسات لري. په دغه ښار کې د امريکا، فرانسې، المان او ماليزيا يو شمېر لويې مغازې او دکانونه ځای لري. د بريښنايي سوداګرۍ او د کريديت لګښت په ګډون ځيني نوې سوداګريزې لارې هم په دغه ښار کې کارول کېږي. دا ليان ښار اوس د سوداګرۍ د نړيوال کېدو په حال کې دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040