د نينګ شيا جوماتونه د دغې سيمې هوساينه او أرامتيا څرګندوي

cri     (GMT+08:00) 2008-10-08 14:46:56

د نينګ شيا د هوي قوم د خپلواکې سيمې د شی هوان لوی جومات په ٢٠٠٣ کال کې جوړ شو چې مساحت يی دوه زره مربع متره دی . دوه يا دری زره تنه وګړي کله ناکله د لمانځه ادا کولو لپاره دلته ځي چې زياتره يی بزګران دي .أخوند ما جان ون وويل: زمونږ جومات په خپله خوښه خپلې چارې تر سره کوي چې د مسلمانانو اقتصادي دنده کمه شی .

د نينګ شيا د هوي قوم خپلواکه سيمه يو داسی کوچنۍ سيمه ده چې نفوس پکی لږ دی، خو دا چې د مسلمانانو شمېر پکې زيات دی، نو نينګ شيا يوه لويه سيمه هم ده چې مذهبی کارونه پکې ډېر دي.که څه هم د شی هوان لوی جومات يوازی د نينګ شيا د جوماتونو يو استازی دی . خو له دغه جومات څخه د دغې سيمې هوساينه او أرامتيا څرګنديږي.

د نينګ شيا د تونګ شين ولسوالی چې د هو تو په لوړه کې پرته ده، په چين کې يوه داسی ولسوالی ده چې د هوي قوم نفوس د هېواد د نورو ولسواليو په پرتله پکې ډېر زيات دی.د تونګ شين لوی جومات د يوان امپراتوری په پای او د مينګ امپراتوري په پيل کې جوړ شو چې تر اوسه پوری په چين کې تر ټولو لرغونی جومات دی. ګاو جی لنګ په دغه جومات کی زده کړې کوي چې ټاټوبی يی په شاوخوا علاقه دارۍ کې پروت دی.د ده د زده کړې لګښت د حکومت له خوا ور کول کيږي.هغه وويل: نيم کال وروسته به زما زده کړې پای ته ورسيږي او ور پسی به په يو جومات کې د أخوند په توګه وټاکل شم .

په نينګ شيا کې دری زره جوماتونه شته دي او په منځنۍ توګه د دغې سيمې په هر کلی کې يو جومات شته .

د دغې سيمې مشر وان ځنګ وي وويل : د نينګ شيا ملی وحدت له پنځوسو کلونو راهيسی ډېر ټينګ دی .د چين حکومت د ملی مسئلې د حل په برخه کې په عمده توګه په لږه کيو سيمو کې د خپلواکۍ نظم پلی کوي، سيمه ايز حکومت د سيمې له جوړولو راهيسی يوه خوا د مذهبی پيروانو او شخصيتونو مذهبی ازادې ته درناوی ور کوي او بله خوا له قوانينو سره سم په مذهبی چارو کې اداره پياوړی کوي چې د ټولنې هوساينه او ثبات وساتل شی.

د سيمه ايز حکومت د کوششونو له امله مکې ته د حج کولو لپاره د نينګ شيا د تلونګيو مسلمانانو شمېر په پر له پسی توګه زيات شوی چې تر اوسه پوری نژدی اته زره تنه د حج کولو لپاره مکې ته تللي دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040