موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2008-09-20 16:02:39
د موږ او اورېدونکي پروګرام درنو اورېدونيکو نېکې هيلې او سلامونه، پاک رب دې وکړي چې د خوښۍ او سلامتۍ پر جامه پټ اوسئ ، خوښ يم چې يو ځل بيا د دغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم، او هيله لرم چې د پروګرام تر پايه راسره پاتې شئ او زه به هم ستاسو راليږلي ليکونه درته ولولم ، نو سمدلاسه به د ليکونو خواته مخه کړو ، په لومړي سر کې درې ليکونه وينم او داسې ښکاري چې په يو قلم او د يو تن لخوا ليکل شوي وي ، خو راليږونکي يې بېل دي ، دا درې واړه ليکونه د افغانستان د خوست ولايت د عليشيرو ولسوالۍ د ميراج کلب غړو راليږلي دي ، لومړی ليک د سلطان محمد دی ، هغه تر سلام وروسته وايي ښه شو چې په عليشېرو ولسوالۍ کې شهزاده احمدزي يو کلب جوړ کړ، او زه ددې کلب غړی يم ، سلطان محمد د پښتو هندارې د ورليږلو غوښتنه کړې چې موږ يې دا حتمأ دا غوښتنه پر ځای کوو او ژر به ورته د پښتو هندارې مجلې ورواستوو .

دغه بل ليک د خوست د عليشېرو د بلاوټ کلي څخه عبدالرحمن احمدي راليږلی چې دی هم د ميراج کلب غړی دی، احمدي وايي دايې لومړی ليک دی چې موږ ته يې راليږلی ، او پکې د چين د نړيوالې راډيو پښتو خپرونې ټولو کارکوونکيو ته سلامون راليږلي چې موږ هم ورته وعليکم سلام وايو، د ده په ليک کې نور څه نه ليدل کيږي ، هيله ده چې په راتلونکې کې خپله خپرونه په ښو مطلبونو ونازوي .

اوس نو وار رسيږي د خوست د عليشېرو ولسوالۍ د ميراج کلب د مشر شهزاده احمدزي ليک ته ، دی وايي چې زه د سي أر اي راډيو دايمي قلمي همکار يم ګرانه دا موږ هم درسره منو ، او مننه هم درڅخه کوو چې تل موږ ته ښکلي ليکونه را استوې ، ښاغلی احمد زی وايي چې زموږ ليکونه ولې په ځنډ خپريږي؟

ګرانه شهزاده احمدزی ښايي ته به هم پوهيږې چې موږ ته هره اونۍ ډېر زيات ليکونه رارسيږي ، او د خپرونې وخت دومره زيات ندی چې ټولو ليکونو ته پکې ځواب وويل شي موږ هڅه کوو چې ستاسو ټول ليکونه پخپل وار درته خپاره کړو ، ځکه موږ ستاسې ليکونه د قيمتي توکيو په شان ساتو ، شهزاده احمدي يو شعر هم راليږلی چې سم نه لوستل کيږي، ښايي چې په بيړه يې ليکلی وی ، هيله ده چې په راتلونکې کې خپل ليکونه لږ څه واضح وليکي .

دغه ليک د پاک ليسنرز کلپ مشر مباشر حسين عشير خپلې خپرونې ته راليږلی دی وايي :

د ١٩٨٨ کال د مۍ مياشتې هغه ورځ ډېره ښه او توده ورځ ، کله چې ما د لومړي ځل لپاره د سي أر ای راډيو واورېده ،هغه د اردو خپرونه وه او ما له هغوی سره قلمي اړيکې ټينګې کړې ، وروسته تر څو کلونو يعنې په ١٩٩٢ کال کې ما د سي أر ای راډيو انګليسي خپرونه واورېده ،او بيا په ٢٠٠٤ کال کې مې پښتو خپرونه هم واورېده ، دا له معلوماتو څخه يو ه ډکه خپرونه ده ، زه او زما د کلپ غړي يې ډېر خوښوو، ځکه دا خپرونه د چين او نړۍ په اړه موږ ته زيات معلومات راکوي .دا ډېر ښه پروګرام دی، زه او زما د کلپ غړي د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې د پنځه ديرشمې کليزې د رارسيدو په وياړ تاسو ټولو ته مبارکي وايو .

دا ليک هم زموږ د هميشني اورېدونکي افضل شوق شاعر دی ، دغه شاعر ليکي د چين د نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې د پنځه دېرشمې کليزې د رارسيدو په مناسبت تاسو ټولو ته مبارکي وايم ، پدې کې هيڅ شک نشته چې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونو له پخوا څخه زموږ د ټولنې او چاپيريال په بدلون کې ستر رول لوبولی دی . زه ستاسو د همکارانو ډېر درناوی او د اوږده عمر دعا ورته کوم چې پدې برخه کې يې ارزښتناک خدمتونه کړي دي . ډاډه يم چې زه به ستاسو دايمي قلمي همکار او اورېدونکي واوسم او تاسو ته به د شعر په ژبه ليکونه دراستوم .

دا ليک هم چې په انګريزي ژبه ليکل شوی د ورلډ وايډ ډيکس کلپ مرستيال محمد مدني خپلې خپرونې ته راليږلی دی محمد مدني وايي زه د ورلډ وايډ ډيکس کلپ مرستيال يم زموږ کلپ د هېواد په کچه ډېر لوي کلپ دی، زما او زموږ د کلپ د غړو له مينې څخه ډک سلامونه او تاوده احساسات ومنئ ، زه د سي ار اي راډيو د پښتو څانګې د پنځه دېرشمې کليزې د رارسيدو په وياړ د پښتو څانګې ټولو کارکوونکيو او اوريدونکيو ته مبارکي وايم . زموږ د کلپ د غړو په أند د سي ار ای راډيو يواځنۍ راډيو ده چې د پروګرامونو له لارې يې زيات بدلونونه رامنځ ته کړي دي ، او زموږ فکر او أند ته يې بدلون ورکړی دی ،سي أر اي هغه څه موږ ته ښيي چې موږ نه پرې پوهيږو ، او موږ ته يې د خبرو کولو طريقه هم ښوولې ده .اوس سي ار اي زموږ د کورنيو د غړيو په شان ده ،سي أر اي په خپلو خپرونو سره ډېر ستونزمن کارونه سرته رسولي دي ، بله دا چې زموږ په أند پښتو هنداره زموږ لپاره د سي أر اي يو ښه هنداره يا أيينه ده .دا زما خبر نه بلکې زموږ د ټيم د ټولو غړو خبر ده .سي أر اي زموږ د زړه أواز دی . هيله ده چې يو ځل بيا زموږ ښې پېرزوينې ومنئ .

دا ليک چې په ډېره ماته انګريزي ژبه ليکل شوی دسي أر اي ډوم لسينرز کلپ څخه اشفاق احمد راليږلی ، اشفاق احمد ليکي سي أر اي په نړی کې يو روښانه ستوری دی ،په تېرو پنځه دېرش کلونو کې د سي أر اي پښتو خپرونې زموږ تر منځ د يو ښه پل دنده ترسره کړېده .له بل پلوه د سي أر اي کارکوونکي د ستورو په شان دي ، او زيات هغه شيان چې په نړۍ کې ترسره کيږي له خپلې لارې اورېدونکيو ته منعکسوي ، د سياليو په ترسره کولو سره اوريدونيکو ته مينه او ورسره ښه سوغاتونه ورکوي .پدې کې شک نشته چې د سي ار اي کار کوونکيو پدې چارو کې د ملا د تير رول لوبولی دی .تاسو ته د لا اوږده ژوند په هيله .

دا بل کوچنی او لنډ ليک د ناصر کاکړ دی ښاغلی کاکړ د سي أر اي د پښتو څانګې ټولو کارکوونکيو ته ددغې خپرونې د پنځه دېرشمې کليزې د رارسېدو له امله مبارکي وايي ، او زياتوي هيله ده چې تاسو لازيات پرمختګ وکړئ او خپل اوريدونکي درجلب کړئ ، هو ښاغلی کاکړ صاحب زموږ هڅه هم تل داده چې د خپلو اورېدونکيو خوښه او رضا ترلاسه کړو او تاسو ټول اورېدونکي خوښ وساتو .

ښه نو اوس به دغه بل ليک راواخلم چې د کوم اورېدونکی دی، دا ليک د منتظر عباس دی ، چې د سي أر ای ايشيا کلب څخه راليږلی دی ، ښاغلی عباس ليکي يوه مياشت مخکې مو د سي أر ای پښتو خپرونه واورېده، چې پروګرامونه يې ډېر په زړه پورې دي ، نوموړی د ځينو خپرنيزو توکيو د ورليږلو غوښتنه هم کړې ده .

دا ښکلی ليک له باختر کلي څخه محمد شريف هجران راليږلی دی ، هجران صاحب د پښتو څانګې ټولو کارکوونکيو تر سلامونه وروسته څو پوښتنې هم کړې دي ، دی وايي په چين کې رسمي لوبه کومه ده ؟ او د چين د مشهورو لوبغاړو نومونه څه دي ؟ او په چين کې د پښتو سندرغاړو سندرې شته که نه ؟

ګرانه په چين کې ډېرې سپورتي لوبې رسمي دي خو تر ټولو زيات د پينګ پانګ لوبه مشهوره ده ، أن دا چې ډېر لوړپوړي دولتي چارواکي هم کله کله دا لوبه کوي .

بل دا چې چين يو ستر هېواد دی او په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر او زيات مشهور لوبغاړي لري، خو دا مهال د بسکتبال لوبغاړي ياومينګ او اي جېن لېن ، د پينګ پانګ لوبغاړی پينګ يانګ ، د منډې وهلو اتل ليوشيانګ، په لامبو کې د ټوپ وهلو اتله ګوجينګ جينګ لينګ، دان د بدمينتون اتل ، لي شياو پنګ د جمناستيک په برخه کې ، جنګ جيې د تنس په برخه کې ډېر شهرت لري

ګرانه دا چې تاسو پوښتنه کړې چې په چين کې د پښتو سندرغاړو سندرې شته که نه ؟ نه پوهيږم ستاسو مطلب څه دی؟ خو دومره درته ويلای شم چې موږ د پښتو خپرونې له لارې تل تاسو درنو اورېدونکيو ته پښتو سندرې خپروو.

ښاغلي هجران د شعر په ژبه داسې راليکلی:

زړه مې راته وايي چې داټول ښکلي راجمع کړه +++ سيند ته يې ورګوزار کړه عاشقان ترېنه بېغمه کړه

ګوره هجران صاحب داسې ونکړې چې دا مينانو يا عاشقانو غمونه به لازيات کړې .

دا بل ليک د باختر کلب غړي محمد طارق راليږلی ، محمد طارق خان تر سلامونو وروسته ليکي تاسې زموږ سره اوسئ او موږ به تل ستاسو پروګرامونه اوروو، ګرانه طارق خانه موږ تل د خپلو پروګرامونو له لارې ستاسو سره يو او هيله ده چې تاسو هم د پروګرامونو اورېدلو او د خپلو ليکونو له لارې تل زموږ سره اړيکې وساتئ .

درنو اورېدونکيو د خپرونې له پای ته رسېدو مخکې به د يو شمېر اورېدونکيو له غوښتنې سره سم داسحاق خان په أواز کې يوه ښکلې سندره واورو.

محترمو او رېدونکيو سندره خو مو واورېده او اوس د خدای پاماني وخت رارسېدلی دی، مخکې تر خدای پاماني به ژر ژر خپل پستي ادرس او پته تاسوته ولولم :

زموږ د د برېښنا ليک پته ده :

pushtu@chinabrodcast.com

او زموږ د ويبپاڼې پته ده :

Pushtu.cri.cn

او په اسلام أباد کې زموږ د پست بکس شمېره ده

اسلام آباد پاکستانG. P. O. Post Box No. 2017

نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسېد د راتلونکي پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک رب سپارم .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040