د حافظې د تکرار څو لاره

cri     (GMT+08:00) 2008-09-22 21:04:54

اوبدل او بيا موندنه:

کېدای شي د معلوماتو د بيا موندلو او راپه يادولو کې هغه چاپيريال چيرته چې هغوی اوبدل شوې وې مرسته وکړې. د بېلګې په توګه که د ارواپوهنې درسونه همېشه په يوه ټاکل شوې خونه کې لوستل کېږي تاسو په هغې خونه کې تر بل هر ځای په ښه توګه هغه درس درپه يادولای شئ. دا ځکه چې د هغې خونې جوړښت ستاسو د درسونو او مطالبو د بيا موندلو لپاره يوه نښه غوندي ستاسو په ذهن کې پروت دی.

تکرار:

مخکې مو هم وويل چې په ذهن کې د معلوماتو تکرارول او بيا بيا پرې تېرېدل او اوږد مهالي حافظې ته د هغو په لېږدولو کې هم مهم دې او هم په مغزو کې د هغو زيرمه کولو لپاره ګټور. هر څومره چې تاسو يو مطلب په ذهن کې او ځينې وخت يې په غږ کې زيات تکرار کړئ. هغومره زيات ستاسو په مغزو کې پاتې کېږي او بيا په اسانه کولای شئ بېرته يې در په ياد کړئ.

د مطالعې او په ياد ساتلو لپاره څو لارښوونې

مخکې له دې چې د کتاب يا يوه مطلب په لوستلو پيل وکړئ ښه ده چې وګورئ له کومې کړنلارې څخه کار اخلئ. ډېره ښه پايله به لاس ته راوړئ. زموږ يو له لويو نيمګړتياو څخه دا ده چې موږ بې له دې چې د مطالعې لپاره له کوم سم کاردود سره اشنا واوسو، په لوستلو پيل کوو او ډېر ځلې يې داسې لولو لکه پر يوه ورځپاڼه باندې چې تېرېږو، او بيا دا تمه هم لرو چې له خپلې مطالعې څخه ښې پايلې لاس ته

راوړو. نو راځئ دلته د مطالعې کولو لپاره په يوه بريالي او ګټور کاردود څخه کار واخلو.

مخکې لوستل:

که چېرته غواړئ د يو کتاب مطالب زده کړئ، لومړی په ټول کتاب باندې يو ځلې ځغلنده تېر شئ او په لنډ ډول يې ولولئ. د دې کار ګټه دا ده چې په کتاب کې د ځای شوو مطالبو نه يو ټولېز پوهاوی او اخيستنه ستاسو په ذهن کې پيدا کېږي. مخکې لوستل د دې لپاره ډېر مهم دی چې بيا وروسته چې تاسو د کتاب هر څپرکې په دقت سره ولولئ په ياد مو ښه پاتي کېږي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040