د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې د چين د صادراتو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې لس زيات شوی
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين ګمرکي ادارې د سپتمبر په ٢٢ نېټه خبر ورکړ چې د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې د چين د صارداتو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې دوه لس اعشاريه پنځه زيات شوی او د وارداتو ارزښت هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې لس زيات شوی دی. خو د چين د شخصي تصديو د توليداتو د صادراتو ارزښت په سلو کې څوارلس کم شوی دی.
د يادې شوې ادارې د څېړونکيو په أند منځني او کوچني تصدي د پيسو راغونډولو په برخه کې ستونزې لري. بر سېره پردی د بهرنی چاپيريال بدلون، د کارکوونکيو د کارولو لګښت زياتوالی او په پانګونې د تصديو باور ټيټوالۍ د دغو تصديو د توليداتو د صادرات ارزښت د کمښت لاملونه دي.