له چرګ سره کرم پخول

cri     (GMT+08:00) 2008-09-25 08:52:57

د سی ارای پښتو ويبپاڼې ګرانو لوستونکيو ! السلام عليکم . ښايی تاسی د چين له خوړو سره اشنا وئ . چين يو لوی هيواد دی هره برخه يې ځانګړي خوراکونه لري او يو له بل سره توپير لري، موږ هڅه کوو چې تاسو ته د پښتو وېبپاڼې له لارې د چينی خواړو او د هغو د ډولونو په اړه معلومات وړاندی کړو. د بېلګې په توګه د شين جيانګ اويغوری قوم خواړه چې د افغانستان له خواړو سره ورته دي او ډېر توپير نه لري. د سه چوان خواړه، د ګوانګ دونګ خواړه ، د ان هوی خواړه او داسی نور په چين کې ډېره شهرت لری. د پروګرام په دې برخه کې به له چرګ سره د کرم د پخولو په اړه څه معلومات وړاندی کړو.

د دغه خوراک د پخولو لپاره توکي:

د چرګ نيمه برخه

يو کيلو کرم

د دغه خوراک د پخولوطريقه :

لومړی، کرم پاکيږی او بيا په منظمه توګه ټوټه کيږی.

دوهم، چرګ په تودو اوبو کې په لږ وخت سره پاکيږی او بيا له ديګ څخه ايستل کيږی.

درېيم، په ديګ کې پاکې اوبه تودې کيږی. کله چې اوبه تودې شوې په ديګ کې چرګ، پياز او زنجبيل هم اچول کيږی.

څلورم، کله چې اوبه يو ځل بيا تودې شوې ، اور ټيټ کيږی تر څو چې چرګ بيخي نرم او پوخ شي.

پنځم ، په ديګ کې لږڅه مالګه ، مرچ او داسی نور توکی اچول کيږی.

يوه شېبه وروسته به دغه خواړه چمتو شي.

د پښتو ويبپاڼې قدرمنو مينه والو تاسو له چرګ سره د کرم د پخولو په اړه چې په چين کې ډېر دود لري، معلومات ولوستل. که تاسی غواړئ د چين د بېلابېلو خوړو په اړه نورمعلومات ترلاسه کړئ موږ ته يی په اړه وليکئ او خپلې پوښتنې راوليږئ . هيله ده د چينی خواړو پخولو لارې چارې مو خوښې شوې وی، کله چې چين ته سفر وکړئ نو له چينی خواړو سره به اشنا وئ او خوند به تری واخلئ. ستاسی د روغتيا په هيله!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040