د نينګ شيا د هوې قوم خپلواکه سيمه د نا مادی کلتوری ميراثونو ساتنې ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2008-09-26 18:59:43

د چين د نينګ شيا د هوې قوم خپلواکه سيمه چې د چين د مسلمانو ولايت په توګه ګڼل کېږي، د دغه هېواد په شمال لويديځ کې د وريښمو لار په اوږدو کې پرته ده . ژيړ سيند هم په دغې سيمې کې بهېږي چې د ژيړ سيند لرغونی تمدن په کې ليدل کيږي. ګرانو اوريدونکو، څو ورځې مخکې د چين د نړيوالې راډيو خبريال له نينګ شيا څخه د ليدنې په ترڅ کې وليدل چې په سلګونو نا مادی کلتوری ميراثونه د نينګ شيا د وګړيو تر زياتې پاملرنې او ساتنې لاندی په ښه توګه ساتل شويدي.

د نينګ شيا د هوی قوم وګړيو په تيره اوږده موده کې د اسلامی کلتور او د چين د لومړي لوي هان قوم کلتور څخه ګټه اخيستې او په خپله سيمه کې يې ډول ډول نا مادی کلتورونه جوړ کړي دي، د بيلګې په توګه د هوی قوم د هوا ئه په نامه يو ډول سندره، ځانګړي موسيقې ألات، کاغذي قيچي او دوديز طب او داسې نور. دغه کلتوری ميراثونه ډېر ارزښت لري چې نه يوازی د هوی قوم د وګړيو ځانګړتياوې بلکې د چينی ملت ارزښتناکه شتمني هم ده. د نينګ شيا د نامادی کلتوری ميراثونو د ساتنې مرکز مشر جين ځونګ وې وويل د تاريخ په اوږد بهير کې اختراع شوي مهارتونه او پوهنې د نسل په نسل خپريږي چې ډېر ستر اهميت لري.

خو د زمانې له بدلون او ټولنيزې پرمختيا سره سره اوس په نينګ شيا کې د هوی قوم يومليون وګړي اوسېږي، د هوی قوم دوديز کلتور د چين د ځينو نورو نامادی کلتوری ميراثونو په شان د له منځه تلو يا تباهۍ له خطر سره مخامخ دی. د دغو

ارزښتناکو کلتوری ميراثونو د ساتنې په موخه له ٢٠٠٥ کال څخه په نينګ شيا کې د کلتوری ميراثونو ساتنې پلان په هراړخيزه توګه پيل شو او د همدې کال په سپتمبر کې د نينګ شيا حکومت د دغې سيمې د نامادی کلتوری ميراثونو د ساتنې پلان د پلی کولو لايحه خپره کړه چې دغه پلان اوس په ټوله سيمه کې د پلی کيدو په حال کې دی. ښاغلي جين ځونګ وې وويل زموږ په اند د نامادی کلتوری ميراثونو ساتنه ډير مهم ټکی د ځوانووارثانو موندل دي.. دا کافي نه ده چې موږ يوازی د دغو کلتوري ميراثونو په هکله معلومات راغونډ او يا يې ثبت کړو او يا يې هم په موزيمونو کې وساتو، بلکي بايد غوره ځوان وارثان ومومو..

د بيلګې په توګه د هوا ئه په نامه يو ډول سندره د چين په شمال لويديځ کې د کلونو کلونو راهيسې د هوی، دونګ شيانګ او سالا په شمول په مسلمانو قومونو کې ډېره مروجه ده چې د چين د چينګ په امپراتوری لړۍ کې يې ډير شهرت درلود. خو د دغه ډول سندرو د موسيقي نوټ د نشتوالي له امله خوله په خوله په ځانګړی لهجه ګرځي او زاړه سندرغاړي مړه کيږي ،نو ځينې ښکلي فلکلوری سندرې هم تللي دي. د بي فانګ د قومی پوهنتون د ټولنيزو او قومی علومو د انستيتيوت پروفيسر وو يوی لين چې د څه دپاسه لسو کلونو راهيسی د هوا ئه په اړه څيړنې کړې، خبريال ته وويل

اوس د توليدی بڼې د بدلون سره سره ماشومان ښوونځي ته ځي او له پلرونو او ميندو سره يو ځای په کرنيزو چارو کې ګډون نه کوي. نو دوی د هوا ئه سندرو اوريدلو فرصت نه لري او زيات شمير ماشومان له عصری موسيقې سره علاقه لري، نو په

طبيعی توګه د هوا ئه سندره ويلومهارت وارثان ورو ورو کميږي.

ښاغلي جين ځونګ وی دا نظر لري چې د فلکلوری هنر ساتنه او پرمختګ بايد د ماشومانو د روزنې په بهير کې پيل شي په بله ژبه بايد په ښوونځيو کې د فلکلوری هنر درسونه پرانستل شي. اوس د نينګ شيا د ځينو جنوبی غرنيو سيمو په منځنيو او لومړيو ښوونځيو کې د هوا ئه سندرو ويلو درسونه پيل شوي دي. د نينګ شيا په جنوب د شي جي په ولسوالۍ کې د هوی قوم د منځنې ښوونځې د يوې زده کوونکې په درس کې د هوا ئه سندره زده کړې ده. ___سندره____

ګرانو اوريدونکو، همدااوس تاسی د هغې له خوا ويل شوی هوا ئه واوريده.د خوښۍ وړ خبره دا وه چې د بيجينګ د اولمپيک لوبو د پرانيستلو په مراسمو کې نينګ شا د هوي قوم د کلتور په استازيتوب د نڅا يوه ننداره د هوا ئه يوې سندرې په اهنګ کې نړيوالو ته وښودله.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040