موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2008-09-27 18:56:56
د موږ او اورېدونکي پروګرام عزتمندو اورېدونکيو ښې چارې ، خوښ يم چې نن يو ځل بيا ستاسو چوپړ ته حاضر شوی يم ،او ستاسو راليږل شوي ليکونه درته لولم ، خوږو دوستانو ستاسو ټولو د روغتيا او خوښۍ په هيله ننني ليکونه را اخلم :

لومړی ليک د سي أر ای ليسنرز کلپ څخه زموږ هميشني قلمي همکار رفيع الله مندوخيل او ملګرو يې حفيظ الله ،عبدالکريم او نورو دوستانو يې راليږلی ، ښاغی منوخيل ليکي د اپريل په شپاړسمه نيټه د بيجينګ د المپيک مشال اسلام أباد ته ورسېد، دی وايي چې زموږ د کلپ ځينې غړي هم د المپيک د مشال د ليدو لپاره يوه ورځ مخکې اسلام أباد ته ولاړل ، او په ريښتيا چې د ليدو وړ مراسم و .

درنو اورېدونکيو پوهيږئ چې دوی بيا څه کړي؟ نو که غواړئ چې پوه شئ د ښاغلي مندوخيل د ليک پاتې برخه به درته ولولم ، دوی له اسلام أباد څخه پيښور ، لاهور، فيصل أباد، کراچۍ، ګوادر ، کويټې، چمن ، زيارت او په پای کې خپل د اوسېدو ځای ژوب ته رسيدلي دي . په ريښتيا چې ښه اوږد سفر يې کړی . لکه چې پخپله ليکي د لارې په اوږدو کې يې له زياتو کسانو سره ليده کاته کړي ، او هغوی ته يې د سي أر ای په هکله معلومات هم ورکړي ، اود سي أر ای هغه خپرنيز توکي چې ورسره نو پر اړوندو کسانو يې ويشلي ، چې د ډېرو کسانو د ستاينې وړ وګرځيدل، دده په وينا چې هغو کسانو ورسره ژمنه وکړه چې د سي أر ای راډيو پر اورېدو سربېره به د د چين د نړيوالې راډيوپښتو ويبپاڼه هم ګوري ، ښاغلی مندوخيل ليکي دا نه يواځې ستاسې بلکې زموږ لپاره هم د وياړ خبر ده .

دې ته وايي وفادار اورېدونکي ، چې له خپلې خپرونې سره د مينې له امله د بيجينګ المپيک لوبو دمشال ليږدولو په فعاليت کې پر ګډون سربېره يې زياتو ځايونو ته سفرونه کړي ، او د سي أر ای په اړه يې معلومات او ورليږل شوی خپرنيز مواد ورکړي دي ، ځکه په تېرو خپرونو کې موږ ځينو اورېدونکيو هم ليکونه را استولي و ، او ويلي يې و چې رفيع الله مندوخيل ورته د سي أر ای په هکله ويلي و . ډېره مننه مندوخيل صاحب ستاسو له ښکلي ليک او زيارونو څخه .

دا بل ليک د باختر کلب غړي محمد طارق راليږلی ، محمد طارق خان تر سلامونو وروسته ليکي تاسې زموږ سره اوسئ او موږ به تل ستاسو پروګرامونه اوروو، ګرانه طارق خانه موږ تل د خپلو پروګرامونو له لارې ستاسو سره يو او هيله ده چې تاسو هم د پروګرامونو اورېدلو او د خپلو ليکونو له لارې تل زموږ سره اړيکې وساتئ .

دا ليک د باختر کلب څخه مطيع الله جان راليږلی ، ده هم د پښتو څانګې ټولو کارکونکيو ته سلامونه ويلي او ځينې پوښتنې يې هم کړي دي ، چې په راتلونکې کې به ځواب ورته ووايو .

دغه ښکلی ليک د کابل د خاکجبار ولسوالۍ اوسېدونکي نورا جان او د هغه نورو ملګرو لکه عبدالرحمن ، بصير احمد، ګل نذير ،نصرالله ، ظفر خان ، نصرت الله ، رحيم الله ، صديق الله او وړوکي روح الله جان راليږلی دی ، دوی وايي چې دم ګړۍ په پاکستان کې د مهاجرۍ شپې ورځې سبا کوي .

يوه ټوکه يې هم راليږلې چې زه به يې تاسو ته ولولم : وايي يوه ورځ يو هلک له ونې څخه راولويد او سر يې مات شوی و ، نو هغه يې ډاکتر بوته ، ډاکتر ورته وويل چې دا کوک خوري ، هلک ورته غږ کړل نه نه کوک نه خورم پيپسي خورم . هيله ده چې ددوی رالېږل شوې ټوکه ستاسو خوښه شوي وي .

راځئ چې دا بل ليک راواخلم ... دا ليک د ... د نصرالله دی چې له هريپور څخه يې راليږلی دی ، نصرالله پخپل ليک کې ځينې متلونه او لنډۍ راليږلي چې زه يې څو متلونه تاسو ته ولولم ، ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بليږي ، چې باد نه وي پاڼه نه خوځيږي ، اوبه په ډانګ نه بېليږي ، خپل عيب د ولو منځ دی ، د ګور شپه نه په کور کيږي او له کلي ووځه خو له نرخه مه وځه . ريښتيا چې ډېر ښکلي متلونه مو راليږلي و ، هيله ده چې خپلې خپرونې ته تل داسې ښکلي مطلبونه راوليږئ .

داسې ښکاری چې ننني ليکونه زياتره د باختر له کلب څخه رارسېدلي دي ، ځکه دا ليک چې اوس زما په لاس کې دی هم د باختر کلب څخه حضرت علي ارماني راليږلی دی ، حضرت علي وايي کله چې چينايان واده کوي نو کوم دود او دستور ترسره کوي ؟ بل دا چې چينايان کومې ورځې لمانځي ؟

ګرانه دلته په چين کې نوي ځوانان خپل ودونه پخپله خوښه ترسره کوي ، هر څوک له خپلې وسې سره واده کوي ، يعنې که يې اقتصادي حالت ښه وي نو د خپل واده په مراسمو کې زياتو خلکو ته بلنه وکوي ، او که يې مالي حالت دومره ښه نه وي نو بيا يواځې لږ شمېر خپلوان راغواړي او د واده مراسم تر سره کوي ، کله داسې هم کيدای شي چې يواځې د هلک او نجلۍ کورنۍ سره راغونډ شي ، او د خپلو اولادونو مراسم په خوښۍ او مختصره توګه ترسره کوي ، خو يو څه چې ډېر د پاملرنې وړ دي ، هغه دا دي چې د واده د مېلمستيا په وخت کې د نجلۍ او هلک لپاره يو صندوقچه چې سور رنګ لري او سره صندوقچه ورته ويل کيږي ، جوړيږي ، او راغلي ميلمانه له خپلې وسې سره سم پېسې او نور قيمتي سوغاتونه ورکوي ، او ښايي هغه لګښت چې د زوم او ناوې له خوا شوی وی تر هغه زيات بېرته ورته راټوليږي ، او ريښتيا چې هېر مې نشي بله خبر دا چې په چين کې اوس مهال ځوانان په ګډه لګښت کوي ، داسې نده چې ټول لګښت د هلک لخوا وشي ، نجلۍ هم د واده د مراسمو په لګښت کې پوره ونډه لري .

او د بلې پوښتنې ځواب يې دا دی چې چينايان ډېرې دوديزې ورځې لري ، او د هغو په لمانځلو کې ښه ټينګ هم دي د بېلګې په توګه پسرلنی اختر ، د سپوږمۍ اختر ، د ښامار کښتۍ اختر ، د څراغونو اختر او داسې نور....

واه واه دا ليک خو سم په شعر پيل شوی دی ، وايي:

زما سترګو کې دی غم زما زړه کې دی غزل*** زه د مينې لوينی يم زما زړه دی تاج محل

دغه ليک او شعر نقيب الله له نامعلوم ځای څخه خپلې خپرونې ته راليږلی دی ، نقيب الله وروسته تر شعر او سلامه سمدلاسه يو شمېر پوښتنې کړې دي ، کمې هم ندي ښې زياتې پوښتنې يې کړې دي ، چې زه به يې ځينې تاسو تاته ولولم :

د چين څو سلنې يا فيصده خلکو زده کړې کړې دي ، او څو سلنه وګړي يې په ښارونو کې اوسيږي ؟

ګرانه ستا دې پوښتنې ته مې مخکې هيڅ پام نه و که نو دقيق معلومات مې درته پيدا کول ، زه پخپله د چين د لوړ عمر کسانو په هکله دومره معلومات نلرم ، خو نوی نسل او شاوخوا نوي سلنه ځوانان يې باسواده دي او لږ تر لږه تر نهم ټولګي پورې يې زده کړې کړې دي . او د ښاري کېدو بهير يې هم په چټکۍ سره پر مخ روان دی .

دوهمه پوښتنه يې ده چې په چين کې زمين دار او بزګران شته که نه ؟ او څومره نفوس لري ؟

ګرانه د چين د وګړيو غوښنه برخه بزګران دي او شاوخوا اته نيم سوه ميلونه وګړي يې په کرکيله بوخت دي .

بل وايي چې د چين مساحت څومره دی ؟ او مشهور ښارونه يې کوم دي؟

د چين د خاورې مساحت نهه ميليونه پنځه سوه شپږ نوي زره نه سوه او شپېته کيلو متره مربع دي ، مشهور ښارونه يې بيجينګ ، شانګهای ، ګوانګجو ،

په چين کې ماشومان په څو کلنۍ ښوونځي ته ځي ؟

نقيب الله خان په چين کې ماشومان له شاوخوا يو کلنۍ وروسته وړکتون ته ليږل کيږي ، او بيا په شاوخوا شپږ کلنۍ خپل اولادونه ښوونځي ته استوي .

دا بل ليک مدثر فرياد خپلې خپرونې ته را ليږلی ، نوموړي دوه شعرونه هم راليږلي دي ړ چې دواړه مو په تېرو خپرونو کې خپاره کړي و ، نو مدثر فرياده هيله ده چې خپه نشې او موږ ته نوي نوي مضمونونه او مطلبونه راوليږې .

ښه نو اوس به دا بل ليک راواخلم چې د چا دی ، ها... دا ليک د ګل الرحـمن دی او وايي چې ګلام زوی تخلص کوي ، ده پخپل ليک کې يو ښکلی ګل هم رسم کړی ، او د ايس أر نښه يې هم ورکړې چې ښايي کوم خاص شفر به يې وي . خو راليږل شوی شعر يې سم نه لوستل کيږي ، که يې سم ونه وايم نو ښايي چې په غصه به شي ، نو پدې هيله به يې پرېږدم چې بل ځل په رڼه او صفا توګه خپل ليکونه موږ ته راوليږي .

دغه بل ليک رحيم الله د اسماعيل زوی راليږلی ، د ده د ليک لومړی مخ سپين او څه پکې نشته ، خو په بل مخکې يې يو شعر ليکلی ، چې زه به يې يو بيت تاسو ته ولولم :

وطنه ګران وطنه جنت نښان وطنه *** ته مو يې شمعه موږ ستايو پتنګان وطنه

وطنه ګران وطنه

ډېره مننه ستاسو له ښکلي ليک او شعر څخه .

درنو اورېدونکيو د خپرونې له پای ته رسېدو مخکې به د يو شمېر اورېدونکيو له غوښتنې سره سم د وصال په غږ کې يوه ښکلې سندره واورو.

محترمو او رېدونکيو سندره خو مو واورېده او اوس د خدای پاماني وخت رارسېدلی دی، مخکې تر خدای پاماني به ژر ژر خپل پستي ادرس تاسوته ولولم :

زموږ د د برېښنا ليک پته ده :

pushtu@chinabrodcast.cn

او زموږ د ويبپاڼې پته ده :

Pushtu.cri.cn

او په اسلام أباد کې زموږ د پست بکس شمېره ده

اسلام آباد پاکستانG. P. O. Post Box No. 2017

نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسېد د راتلونکي پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک رب سپارم .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040