په نينګ شيا کې د عبدال لله په نامه د مسلمانانو سامان الاتو شرکت په اړه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2008-10-20 16:40:41

د نينګ شيا د هوی قوم په خپلواک سيمه کې د عبدال لله په نامه د مسلمانانو د سامان الاتو شرکت د قومي سامان الاتو په څېړلو، توليدولو او پلورلو لګيا دی او د دوی توليدات په عمده توګه نورو اسلامي هېوادونو ته واردېږی. دغه شرکت څه دپاسه شپږ سوه دايمی مشتريان لری او د پلورنې کلني ارزښت يې له شل مليون يوانو څخه اوښتی دی. د دغه شرکت مشر يو ون های زموږ له خبريال سره د مرکې په پيل کې وويل (اواز١)

زه يو مسلمان يم. په قران مجيد کې ليکل شوي چې بی هيلې مه کوئ ، يوازی په دی شرط چې ټينګهوډ وساتۍ، په پای کې به د دغه ارشاد تر اغېزې لاندی مې خپل شرکت د پياوړتيا لپاره کوششونه کړي دي.

ښاغلي يو ون های خبريال ته د ده د تصدۍ پرمختګ بهير په تيره بيا په پيل کی ستونزې يادې کړې. هغه وويل (اواز٢)

زموږ تصدۍ د پرمختګ په پيل کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ وه. د تېرې پېړۍ په اتمه لسيزه کې مې د سلام په سوداګريزې نښې د اسلامی خوراکونو په توليد او سوداګرۍ پيل وکړ. خو له دې امله چې د خوراکونو کيفيت د ساتنې موده لنډه ده، نو د ده د پرمختګ لپاره ډېر محدودونه موجود دي. دری کاله وروسته زما شرکت حتی د ديوالی کېدو په حال کی و.

په هغه وخت کې چې دغه شرکت د ديوالی کېدو له خطر سره مخامخ و، د نينګ شيا حکومت د مسلمانانو سامان الاتو توليدولو چارې د خپلې سيمې د يوې ځانګړې چارې په توګه وټاکلې چې له امله يې د يو ون های شرکت د بيا پرمختګ فرصت راغلی دی. نو هغه د خپل شرکت د پرمختګ لپاره بازاري پلټنه وکړه. ده وويل (اواز٣)

په نينګ شيا کې د هوايی او ځمکنيو بنديزونو په پرانيستلو سره عربی هېوادونو ته زموږ د توليداتو د وارداتو لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې شويدي. زه د عربی ژبې له څانګې څخه فارغ شوی يم او په عربی هېوادونو کې زما ډېر ټولګی والان شته. د دوی په پېژندلو او د بازار په څارلو سره مې پيدا کړی چې د مسلمانانو لپاره د اړينو شيانو توليدولو چارې په نينګ شيا کې ډېر وړتياوې لری. پر دې سربيره، د نينګ شيا سيمې او عربی هېوادونو تر منځ د اقتصاد او سوداګرۍ تبادله د پياوړتيا په حال کی ده، نو دغه چارې ښه راتلونکی لری.

يو ون های د بازار تر څارنې وروسته پرېکړه وکړه چې د خپلی تصدۍ توليدات له اسلامي خوراکونو څخه د لمونځ په خولۍ بدل شي. په ٢٠٠٧ کال کې د ګوانګ جو د سوداګرۍ په نندارتون کې يې ګډون وکړ او د ماليزيا له يو سوداګر سره يې د لمونځ خولۍ لومړی سپارښتليک لاسليک کړ. سره له دې چې هغه وخت د يو ون های شرکت په ډله ايزه توګه د خولو توليدولو تجربه نه درلوده، خو يو ون های د ډېرو ستونزو په ليری کولو سره د دغه سپارښتليک دنده تر سره کړه.

د يو ون های شرکت په ټاکلی وخت کې د دغه سپارښتليک دنده تر سره کړه او خولۍ يې د اخيستونکيو لخوا وستايل شوې. نو د يو ون های باور ډېر زيات شوی او له عربی سوداګرانو سره يې څو سپارښتليکونه لاسليک کړل. له دې امله چی دوی په ټاکلی وخت کې توليدات اخيستونکيو ته وړاندی کړی او د توليداتو کيفيت يی ښه

دی، نو د يو ون های شرکت ښه سوداګريزه بڼه او ميشت جوړ شوی دی. د روان کال د مارچ په څوارلسمه نېټه د عبدال لله شرکت د سعودی عربستان له عبدالطيف محدود شرکت سره د يوويشت مليونو يوانو په ارزښت تړون لاسليک کړ. ښاغلي يو ون های په وياړه توګه وويل (اواز٤)

زموږ توليدات په يو کال او دريو مياشتو کې نړيوال بازار ته ننوتلي دي. تېر کال مو د صادراتو او دارداتو اړوند حق نه درلود، خو سږ کال د سوداګرۍ ادارې په شمول د اړوندو ادارو په ملاتړ زموږ توليدات په مسقيمه توګه نورو هېوادونو ته صادرېږی.

ښاغلي يو خبريال ته وويل په سعودی عربستان کې د دوی شرکت د څانګې پرانيستنې په اړه د ده وړانديز د حکومت لخوا منظر شو. نو د ده شرکت پرمختګ ښه راتلونکی لری.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040