د ګونګ وانګ فو په نامه د ماڼۍ موزيوم
cri (GMT+08:00) 2008-10-01 17:01:50
ګرانو دوستانو! چين يو لوی هېواد دی چې په بېلابېلو ځايونو کې يی ډېر ښکلی منظرې ليدل کيږی. د چين نړيوالې راډيو په ډېرو پروګرامونو کې د چين د ښکليومنظرو په اړه ځينی معلومات وړاندی کړي دی. د دې ترڅنګ د پښتو خپرونې په ويبپاڼه کې په دې اړه ښکلی عکسونه هم وړاندی کېږي. دغه راز ګران دوستان د دغو عکسونو له لارې د چين د بېلابېلو ځايونو ښکلی منظرې ليدلی شی.
د ګونګ وانګ فو په نامه ماڼۍ اوس په يو موزيوم بدل شوی. دغه لوی موزيوم د بيجينګ د لويديځې برخې د چيان های په نامه سيمه کې پروت دی. اوس دغه ماڼۍ په پوره توګه سيلانيانو ته خلاصه شوې ده.