هوا ار سندرې

cri     (GMT+08:00) 2008-10-08 20:29:41

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدااوس يو ډول لرغونې ولسي سندره واورېده چې د چين په شمال لوېديځ نينګ شيا، ګان سو، چينګ های او شينجيانګ کې مروجه ده. دغه ډول سندره يو خوږ نوم لري چې هوا أر يادېږي. دغه سندره له زر ګونو کلونو راهيسې په خپلې ولسي ځانګړتيا او خوږې نغمې سره د ډېرو وګړيو خوښه ده.

تاسو همدااوس د هوا ار يوه بله سندره واورېده چې نوم يې دی: زړه له اوښکو څخه ډک دی. دغه سندره د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې په جنوب ليو پان شان سيمه کې مروجه او کله کله له مېلمنو سره د خدای پامانی په وخت کې ويل کېږي. د هوا ار بل نوم شان هوا ار دی . د هوا ار هغې سندرې چې په ليو پان شان سيمه کې مروجې دې، يوه کيسه لري. فقيد سندرغاړی وانګ لو بينګ چې د چين په لويديځه سيمه کې د سندرو پاچا په نامه ياديده ، په نولس سوه او اته دېرشم کال کې د موسيقې د زده کړې لپاره پاريس ته د تګ په لار د ليو پان شان په يو کوچنی هوټل کې اوسيده. له دغه هوټل څخه د وانګ لو بينګ د خوځيدو په وخت کې د دغه هوټل خاوند دده سره د خداي پامانی لپاره هوا ار يوه سندره وويله.

دغه ښکلې سندره د وانګ لو بينګ زړه ته ژوره خاطره پرې ايښې ده او هغه په دغه

ښکلې سندره کې مست شو. وانګ لو بينګ د دغې سندرې په اوريدو سره پوه شو چې تر ټولو ښکلي موسيقي په خپل وطن کې وي. نو پاريس ته له ورتګ څخه يې لاس واخيست او تر خپلې وسې پورې يې د چين په لويديځ کې د ولسی موسيقي د تصنيف لپاره هڅې وکړې.

هوا ار سندره د چين په شمال لوېديځ کې د دودونو او کلتورونو د يوې نښې په توګه ځانګړتيا او جذابيت لري. د هوی، سا لا او دونګ شيانګ قومونو په ګډون د بېلا بېلو ملي لږکيو مسلمانان د اوږدې مودې لپاره د چين په شمال لويديځ کې اوسېږي چې دوی خپلې ځانګړې ژبې نه لري او د چين ملي ژبه کاروي. که څه هم د هوا ار سندرو شعرونه په په چيني ژبه ليکل شويدي ، خو د يادو شويو قومونو ځانګړتياوې لري. د بېلګې په توګه د نينګ شيا د هوی قوم په خپلواکه سيمه کې د هوی قوم وګړي چې د اسلام په سپيڅلي دين باندي عقيده لری، د دغې سيمې د نقوسو په سلو کې څلوريښت برخه نيسي. نو د دغې سيمې هوا ار سندره ګڼ شمېر اسلامي ځانګړتياوې لري. نن ورځ نه يوازی په يو شمېر هوا ار سندرو کې عربي او فارسي کليمې ، بلکې د مذهبي فعاليتونو په اړه يو شمېر جملې هم اورېدل کېږي.

هوا ار سندره د يو هنري ګل په توګه د چين په شمال لويديځ کې د بېلا بېلو قومونو د وګړيو په زړونو کې غوړيږي. دغه ډول سندره له ډول ډول ولسی کلتورونو څخه يو ډول او يو خاص سيمه ايز هنر هم دی چې له دايمی هنري جزابيتونو څخه ډکه بريښي

په دوه زره او شپږم کال کې د نينګ شيا هوا ار سندره د چين د دولت په کچه د لومړيو

نامادي کلتوري ميراثونو په ليست کې شامل شوه. د بېلا بېلو کچو حکومتونه به د دغه ولسی هنر د لا ښکلا لپاره ډېرې پيسې ولګوي او زياتې نورې مرستې ورسره وکړي. نن ورځ هر کال په جون او جولای کې په نينګ شيا، ګان سو، چينګ های او شينجيانګ کې د هوا ار سندرو ويلو يوه لويه غونډه جوړېږي چې د بېلا بېلو ځايونو هوا ار سندره پالونکي دلته راغونډېږي.

. ګرانو اورېدونکو، مهربانی وکړئ چې د نننی پروګرام په پای کې يوه هوا ار يوه بله سندره واورئ چې نوم يی دی: يوه پياله ژړ وريژې شراب وڅښئ. د نينګ شيا سندر غاړي هميشه له مېلمنو سره د خدای پامانی په وخت کي دغه سندره وايي. نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسېد. روغ او خوشاله اوسئ.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040