د شي شيا په نامه مرموزه سلسله

cri     (GMT+08:00) 2008-10-06 12:28:07

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. هيله لرم چې تاسو د پروګرام تر پايه راسره پاتی شئ.

په يوولسمه پيړۍ کې د چين په شمال لويديځه برخه کې د امپراطوری يوه سلسله موجوده وه. دغې سلسلې له پياوړو مغولي سرتيريو سره جګړې کړې دي، د چاپ شوي ليک دود تاريخی اثار يی جوړ کړي او يو بشپړ قانون هم ترينه پاتی شوی دی. دغه سلسله يوه مرموزه سلسله وه. د پروګرام په نننی کړۍ کې به د دغې سلسلې اوسنی ځای يعنی د چين د هوی قوم خپلواکې سيمې ته ولاړ شو او له نژدی څخه به د دغې مرموزې سلسلې پاتی شوي ميراث وګورو.

(لومړی اواز)

د يوولسمې پيړۍ له پيل څخه د ديارلسمې پيړۍ تر پيل پوری په نژديو دوه سوه کلونو کې د چين په شمال لويديځه سيمه کې د لرغونی چيانګ قوم يوې څانګې چې دانګ شيانګ قوم نوميده، د شي شيا په نامه د امپراطوری يوه سلسله جوړه کړې وه. دغې سلسلې له جين او جنوبی سونګ نورو دوو سلسلو سره په هغه وخت کې د چين د خاورې څارنه کوله. په پای کې د شي شيا په نامه سلسله د مغوليستان له خوا مات شوی وه . د دانګ شيانګ قوم بيا وروسته له هان او نورو قومونو سره ګډ شو.

د شي شيا خلکو عصری تمدن جوړ کړی و. دوی ځانګړی ليک دود درلود او په هغه وخت کې يی ډير پرمختللی تخنيکونه هم کارولی و. اوس د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکې سيمې په مرکز ين چوان کې د شي شيا په نامه د امپراطوری سلسلې هديره يو ستر تاريخی اثار دی چې په ختيځ کې هرم ګڼل کيږی.

دغه هديره د نينګ شيا ښار په لويديځه برخه کې پرته ده چې ٥٣ مربع کيلومتره پراخوالی لري. د شيا شيا د تاريخی اثارو د څيړنې مرکز څيړونکی ښاغلی نيو دا شنګ د دغې هديرې د يادونې په اړه وويل:

(دوهم اواز)

کله چې ما دغه هديره وکتله فکر می وکړ چې هغه ډيره لويه او مرموزه وه. زه نه شم ويلی چې په کې څومره توکی موجود دي. هيڅ څوک نه پوهيږی.

د خاورو سل ګونه مخروطونه په صحرا کې ګڼ شمير غرونه په شان دي. داسی هديرې له سل ګونو کلونو وروسته لږڅه ويجاړ شوي خو شکلونه يی لاهم معلوميږی.

(درېيم اواز)

د دغې هديرې په پارک کې سيلانيان يوې لويې ډبرينې مجسمې ته پاملرنه کوي. دغه مجسمه د کس او حيوان ګډه بڼه لري. سيلانيان نه پوهيږي چې دغه مجسمه څه معنی لري؟ په دې اړه د چين د علومو اکاډمی د ملی لږکيو د څيړنې څانګې څيړونکی ښاغلی بای بين وويل:

(څلورم اواز)

په حقيقت کې د دغې مجسمې دنده د ماڼۍ بنسټ دی يعنی ډبرين بنسټ دی.

په دغه پارک کې د سيلانۍ د يادونې ډير سوغات ليدل کيږی. له بيجينګ څخه راغلی مېرمن چيان يوه ټاپه اخيستی دی. د دی په غوښتنه نوم يی د شي شيا په لرغونی ژبه پر دغه ستمپ هم کښل شوی دی. هغې وويل:

(پنځم اواز)

دغه ستمپ د مجسمې شکل لري. دغه مجسمه زما نوم ساتي. که څه هم زه د شي شيا په لرغونی ژبه نه پوهيږم خو دا ډير ښکلی دی.

د شي شيا لرغونی ژبه مرموزه هم ده چې له دغې سلسلې سره يو ځای ورک شوی وه. خلک اوس دغه ژبه نه کاروی خو په شي شيا ژبه ليکل شوي ډير تاريخي کتابونه لاهم پاتی دي.

په نينګ شيا موزيوم کې داسی ډير ګران کتابونه ليدل کيږی. د دې ترڅنګ د نينګ شيا په موزيوم کې د هيواد يوه خزانه هم شته چې د مس يو غوای دی.

د شي شيا د تاريخی اثارو د څيړنې مرکز مرستيالې ميرمن دو يو بينګ وويل:

(اووم اواز)

له دی څخه د شي شيا د خلکو د ژوند بڼه څرګنديږی. غوای او أسونه د دوی د اقتصادی شکل يوه نښه هم ګڼل کيږی. دوی مالداری کوله او هم يی کرنيز کارونه ترسره کول .

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040