په چين کې د ښځو چارو په تېرو څو کلونو کې چټک پرمختګ موندلی دی.

cri     (GMT+08:00) 2008-10-13 16:36:51

د چين د ښځو لسمه دوره ملي غونډه به د اګتوبر تر پايه پورې په بېجينګ کې تر سره شي. د چين د ښځو ګډې ټولنې مرستيالې هوانګ چينګ يې څو ورځې مخکې وويل چې په تېرو څو کلونو کې اړوندو څانګو د قوانينو د بشپړيدو له لارې د ښځو چارو د پرمختګ په اړه روزنې او خيريه پروژې تر سره کړې دي چې د چين د ښځو چارې يې پياوړې کړي دي. اوس په چين کې ښځې د اقتصاد او ټولنې د جوړونې په بهير کې لا هم رول لوبوي.

د ښځو چارو د پرمختګ سويه د يو هېواد د ټولني د پرمختيايې سويې يوه مهمه برخه ده. اغلی هوانګ وويل چې د چين ښځو د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په جوړولو کې د ګډون له لارې خپل توان او کيفيت لوړ کړی دی. هغې وويل (( اوس د چين په کاري برخه کې په سلو کې پنځه څلويښت اعشاريه څلور ښځې شته دی. د ښځو د کاري جوړښت ښه شوی دی. په منځنيو او کوچنيو تصديو کې د ښځينه صنعتګرانو شمير په ټولو صنعتي څانګو کې په سلو کې شل برخه نيسي. دغه راز د ښوونې په ساحه کې چنسی توپيرونه کم شوي دي.

بر سېره پردې په چين کې ښځې په سياسی چارو کې فعال ګډون کوي. اغلی هوانګ وويل اوس د چين په دولتي کچې په مشرانو کې اته تنه ښځې شته او له دې نه پرته دوه سوه او ديرش تنه نورې ښځې په بېلا بېلو ولايتونو او وزارتونو کې د لوړ پوړې مشرانو په توګه کار کوي.

د چين د ښځو بېلا بېلې ټولنې د ښځو چارو د پرمختګ په بهير کې د يو لړ مسئلو او ننګونو د له منځه وړلو لپاره اړوند تدبيرونه نيسي.

دغه راز د چين د ښځو ټولنې د ميندو د اوبو بند په نامه د اوبو د کمښت له امله له بېوزلو ښځو سره مرستندويه فعالت تر سره کوي. اوس په کورنيو کې زورزياتي عمل د بېلا بېلو ساحو پاملرنه راجلبوي. د ښځو چارو بېلا بېلې ټولنې په فعاله توګه د دغه عمل د مخينوی په اړه د قانون د جوړولو لپاره کوښښ کوي. اوس په چين کې د ښځو د حقه حقونو د تامين په قانون کې د دغه عمل د مخنيوي لپاره محتويات هم شته.

اغلی هوانګ څرګنده کړه د چين د بېلا بېلو سمو څه نا څه يو زر او پنځه سوه تنه ښځينه استازي به په ياده شوي غونډه کې ګډون وکړي. دوی به په جدي توګه په تېرو پنځو کلونو کې به د ښځو چارو د پرمختګ په اړه تجربې راغونډ کړي او په راتلونکو پنځو کلونو کې د ښځو چارو د پرمختګ موخه او دنده وټاکي. هغې زياته کړه چې د چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ سره سم په چين کې د ښځو حقه حقونه به په لا ښه توګه وساتل شي او ښځې به هم ښه راتلونکی ولري.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040