د نا جيا کورنۍ نېکمرغه ژوند

cri     (GMT+08:00) 2008-10-15 16:33:41

ګرانو اورېدونکو، روان کال د چين د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکی سيمی د جوړېدو له ٥٠ کاليزی سره او د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری د پلی کېدو له ٣٠ کاليزی برابر دی. په وروستيو کلونو کې په تېره بيا له نژدې ٣٠ کلونو راهيسی په چين کې ستر بدلون رامنځته شوی دی. د نينګ شيا د هوی قوم په خپلواکی سيمې کې څه د پاسه يو مليونه او ٩ سوه زره تنو مسلمانانو د ژوند بدلون د نورو قومونو د وګړيو په شان ډېر ستر دی. د سي ار ای راډيو خبريالان په وروستيو ورځو کې د چين په لويديځ د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکی سيمې ته ورسېدل. د پروګرام په نننې کړۍ کې به تاسو ته د نا جيا کورنۍ د نېکمرغه ژوند په اړه معلومات وړاندی کړو.

له وروستيو کلونو راهيسی په نينګ شيا کې د نورو زياتو مسلمانانو په شان د نا ديان فو په کورنی کې ستر بدلون رامنځته شوی دی. د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری د پلی کېدو او د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکی سيمې حکومت له خوا د ملی لږکيو د تصديو جوړولو د هڅولو لپاره د امتيازي تګلارو د پلی کېدو له امله نا ديان فو د موټرونو اجارې د يو شرکت مشري په غاړه اخيستی. اوس هغه شتمن شوی دی او د خپل کور لپاره يې نوی فرنيچرونه او سامانونه اخيستي. هغه خبريال ته وويل

( أواز ١ )

ما دغه کور اخيستی، زما کورنۍ يوه لويه کورنی ده . زما د کور پراخوالی ١٨٠ مربع مترو ته رسېږي.

د نا ديان فو کور يوه ځانګړې ودانۍ ده چې دوه پوړونه لري او د ين چوان ښار په

مرکز کې پرته ده. دلته چاپيريال ډېر ښه او دده د کور انګړ له ګلانو او وښو څخه ډک دی. هغه خبريال ته وويل د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری د پلی کېدو له امله دده په کورنۍ کې ستر بدلون رامنځته شوې ده . د ين چوان ښار حکومت د ملی لږکيو لپاره هم زيات شمېر امتيازی تګلاری جوړی کړی. نا ديان فو له خپل زوی سره د تېری پيړۍ له ٨ لسيزی څخه په ښار کې ساختمانی کارونه تر سره کړی وو. له څو کلونو وروسته دوی د موټرونو د اجارې يو شرکت پرانيست.

نا ديان فو د ژوند سويې له لوړتيا سره له خپل پلار نا چانګ جين سره مرسته کړی چې د حج د فريضی د ادا کولو لپاره مکې معظمې ته ولاړ شي. دده پلار په ١٩٩٧ کال کې خپله دغه هيله تر سره کړه. نا چانګ جين وويل لس کاله دمخه د ين چوان او سعودی عربستان ترمنځ مستقيمه الوتنه نه وه . وګړي بايد له بېجينګ څخه د پاکستان له لاری د حج د فريضی د ادا کولو لپاره مکې معظمې ته رسېدلی وای.

په وروستيو کلونو کې د نينګ شيا د اړوندو څانګو د ملاتړ له امله په دغه سيمه کې مسلمان له ين چوان څخه په مستقيمه توګه مکې ته ځي. د حج د فريضی د ادا کولو په ډله کې نه يوازی ژباړونکی او طبي کارکوونکي، بلکې د دغې سيمې د بېلا بېلو مسجدونو امامان هم شته چې تر ممکنه حده پوری د مسلمانو امنيت ساتی او وګړيو ته زيات اسانتياوی وی. د نا چانګ جين مشره نږور دينګ شيو می په ٢٠٠٧ کال کې د حج د فريضی د ادا کولو لپاره مکې معظمې ته رسېدلی وه . دينګ شيو می وويل د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری د پلی کېدو له امله ددی هيلې تر سره شوې دي .

( أواز ٢ )

تېر کال زه د ين چوان له هوايي ډګر څخه په مستقيمه توګه د سعودی عربستان مکې معظمې ته ولاړم، د ين چوان د اسلامي ټولنې ډاکتران، ژباړونکي او د بېلا بېلو جوماتونو امامان په ٣٠ ورځو کې له موږ سره يو ځای شوی وو.

ګرانو اورېدونکو، د نا ديان فو کورنۍ د چينايانو ټولو کورنيو يوه بېلګه ده. نن ورځ نه يوازی د چين د مسلمانانو په اوسېدونکو سيمو کې ، بلکې د چين د نورو قومونو وګړي د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری د پلی کېدو له امله له رامنځته شويو برياليتوبونو څخه ګټه اخلي.

ګرانو اورېدونکو، د هوی قوم د کورنۍ په اړه د ځانګړی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040