چين به پر خپلو صارداتي د نړيوال اقتصادي پرمختګ د ورو والي د بدو اغېزو د مخنيوي لپاره بېلا بېل تدبيرونه ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2008-10-17 15:37:04

د چين د وارداتي او صادراتي توکيو يو سل او څلورم نندارتون د اکتوبر په پنځلسمه نېټه د چين په جنوب د ګوانګ دونګ ولايت په مرکز ګوانګ جو ښار کې پرانيستل شو. د چين د سوداګرۍ د وزارت يو چارواکي په دغه نندارتون کې وويل چين به پر خپلې صارداتي سوداګرۍ د نړيوال اقتصادي پرمختګ د ورو والي د بدو اغېزو د مخنيوي لپاره بېلا بېل تدبيرونه ونيسي چې له مخې يې د ډېرو اړوندو تصديو ګټې ساتل شي.

ياده شوی نندارتون د نړيوالې سوداګرۍ په برخه کې د چين تر ټولو لوی نندارتون دی او تل د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د يوې لارښوونکې نښې په توګه ګڼل کېږي. دغه نندراتون په داسې حال کې پرانيستل شو چې د چين صادراتي سوداګرۍ د نړيوال اقتصادي پرمختګ د ورو والي له امله له ستونزو سره مخامخ شوي دي. نو په دغه غونډه کې د تړونونو لاسليکولو حالات د پاملرنې وړ دي.

د چين د سوداګرۍ وزارت او نورو اړوندو ارګانونو تر هڅو لاندې د اوسنی نندارتون پيمانه د تېرو دورو په پرتله ډېره لويه ده. د دغه نندارتون جوړونکيو اته سوه او پنځوس زره بهرنيو اخيستونکيو ته بلنې ورکړې چې دغه شمېر د تېرې دورې يو اعشاريه دوه دېرش چنده دي. د چين د سوداګرۍ د وزارت مرستيال ښاغلي ګاو هو چېنګ هيله څرګنده کړه چې د دغه نندارتون له لارې کورنيو تصديو ته د صارداتو ډېر

فرصتونه برابر شي. ښاغلی ګاو هو چېنګ وايي

دغه نندارتون به په نويو حالاتو کې اصلاح شي چې په لا ښه ډول تصديو ته خدمتونه وکړي او تصدۍ وهڅوي چې د دغه نندارتون له لارې د وارداتو او صادراتو په برخو کې له نړيوالې ټولنې سره خپله همکاري پياوړې کړي.

د معلوماتو له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت له ډېرو منځنيو او کوچنيو تصديو سره د مرستې لپاره هڅې کړې دي چې زيات نړيوال تړونونه تر لاسه کړي. د دغه نندارتون مطبوعاتي وياند مو شين های وويل ښايي چې په دغه نندارتون کې د لاسليکيدونکو تړونونو عمومی ارزښت له تېرې دورې سره برابر وي.

د چين د ګمرکي ادارې د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين د توليداتو د وارداتو او صادراتو عمومی ارزښت څه دپاسه يو زر او نهه سوه مليارد امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې پنځه ويشت اعشاريه دوه زيات شوی دی. که څه هم اوس مهال د چين د اقتصاد او صادارتو حالات ښه دی، خو د چين د توليداتو صادرات به د نړيوال اقتصادي بحران په پرله پسې پراختيا او په اروپا او امريکا کې د لګښتي اړتياوو په کميدلو سره له ستونزو سره مخامخ شي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ د ادارې مرستيال ښاغلي ون جونګ ليانګ وويل چيني تصدۍ بايد مخکني تياريانې ونيسي چې په نړيوال بازار کې خپلې نوې موخې ولټوي. ده وويل نړيوال اقتصادي بحران د اروپا او امريکاپه ګډون

پر يو شمېر پرمختلليو هېوادونو او سيمو څرګندې اغېزې او په اقتصادي برخه کې

پر پرمختيايي هېوادونو او سيمو لږ اغېزي کړي. نو هيله ده چې چيني تصدۍ تر زياتې اندازې دغو پرمختيايي هېوادونو او سيمو ته خپلې پاملرنې وکړي.

په اوسنيو اقتصادي حالاتو کې د بېلا بېلو بازارونو غبرګونونه توپيرونه لري. د افريقا، جنوبې امريکا او جنوبې أسيا په ګډون د نويو بازارونو پرانيستل ښه راتلونکی لري.

دغه نندارتون به د راتلونکې مياشتې تر شپږمې نېټې پورې دوام ولري. د چين د سوداګرۍ وزارت به د دغه نندراتون په ترڅ کې پلټنې او څېړنې وکړي چې له بهرنيو سوداګريزو تصديو سره د نړيوال اقتصادي بحران د بدو اغېزو د مخنيوي په اړه بحث وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040