موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2008-10-18 16:55:15
سلام درنو او عزتمندو اورېدونکيو، هيله ده چې د خوښۍ او خوشحالۍ څخه ډک شېبې مو په برخه وي ،خوښ يم چې يو ځل بيا ستاسو له ليکونو سره يو ځای ستاسو په چوپړ کې يم ، نو سمدلاسه ستاسو ليکونو ته ورځم او تر څو چې د خپرونې وخت پای ته نه وي رسېدلی نو يو يو به يې در ته ولولم ، البته په خپل وار او نوبت ، ځکه پدې وروستيو کې ډېر شمېر ليکونه راسره ټول شوي دي ، نو لومړی ليک را اخلم چې نصرت الله صديقي خپلې خپرونې ته رالېږلی دی ، ښاغلی صديقي وايي د سي أر ای راډيو سره مينه لري او پروګرامونه يې خوښېږي ، ښاغلي صديقي د خپلو ځينو ملګرو نومونه هم ليکلي لکه ظفر خان، بصيراحـمد، قاري نورا جان ، عبدالرحمن ، مليار او نصرالله .

نصرت الله خان يو دوه ټوکې هم راليږلي چې تکراري دي ، هيله ده چې په راتلونکې کې نوې او لا ښکلې ټوکې او مطلبونه راوليږي .

دا ليک د محراب الدين دی، نوموړي يو شمېر بيتونه راليږلي چې يو له بل سره هيڅ ارتباط او اړيکې نلري ، ګران محراب الدين خانه هڅه وکړه چې که موږ ته شعرونه راليږې نو لومړی خو يې په کراره وليکه چې موږ يې دلته ولولو، او بل دا چې په يو بيت کې دوه شعرونه مه سره ګډوئ ، هيله چې له زما له خبرو نه وې خوا بدی شوی .

راځم دې بل ليک ته چې له نا معلوم ځای څخه د پنځم ټولګي زده کوونکي طاوس خان راليږلی دی ، طاوس خان په خپل ليک يواچې د کار تر سرليک لاندې يو شعر راليږلی دی ، چې زه به يې څو بيتونه تاسو درنو دوستانو ته ولولم :

وروره مه ګرځه بيکار *** چېرته کار لټوه کار *** دا لمبې به دې کړي خوار ***چېرته کار لټوه کار

ګوره کار کې شرافت دی *** هم دولت دی هم عزت دی *** د بې کاره انسانانو واړه عمر په ذلت دی

وي د بل د اوږو بار **** چېرې کار لټوه کار.......... ډېره مننه طاوس خانه ريښتيا هم چې له بيکاره انسان خدای هم بيزاره وي ، انسان خو پر ځای پرېږده .

دا بل ليک هم له نا معلوم ځاي څخه مليار راليږلی دی : مليار هم پرته له سلام کلامه مخامخ شعر ته مخه کړې ، او څو بېلابېل بيتونه يې راليږلي دي چې زه به يو له هغو تاسو ته ولولم :

ټول دوستان دي راجمع په محفل کې *** که ته راشې خوشحالي به يو په دوه شي ...ګرانه مليار جانه فکر کوم هغه شعرونه او بيتونه چې تاسو موږ ته راليږلي ډېر ښکلي وي ، خو ريښتيا خبر دا ده چې ما وکولای شول چې همدا يو بيت ترې ولوستلی شم هغه هم په ډېر زيار ، نو دومره زيار او زحمت چې باسې او موږ ته ليکونه ليکې او بيا يې را استوې ، نو مهرباني وکړه لږ يې ورو او واضح ليکه چې ولوستل شي او په لوستلو سره ته او نور ټول اورېدونکي خوند ترې واخلي .

دا ليک د باختر کلب غړي عبدالقدير خپلې خپرونې ته راليږلی، عبدالقدير تر سلام وروسته ځينې پوښتنې کړي چې په تېرو خپرونو کې مو ځوابونه ورته ويلي و ، هيله ده چې اورېدلي يې وي ، بيا يې هم له ليک څخه ډېره مننه .

دا ليک د باختر کلپ څخه قومندان د سي أر ای پښتو خپرونې ته راليږلی ، قومندان يو ښکلی شعر هم راليږلی چې زه به يې تاسو ته ولولم :

که ديدن نه وي نه تياره او نه رڼا شته *** نه لمر او سپوږمۍ نه څه ځلا شته

ښه کتاب د ناپوهانو په نظر کې *** تش کاغذ دی نه يې خط نه يې معنی شته

هر څه شته دي چې څه غواړې *** په دې شرط چې ورسره سترګې بينا شته

ډېره ښه قومندانه ، خوندور شعر دې راليږلی ... وايي ښه ده ښه ده دا دنيا**چې توښه ده د عقبا ** په دنيا کې بدي نشته ** که بدي نه وي له تا ، نو هر څه د شخص او انسان په پوهې پورې اړه لري .

دا ليک د هريپور له شيلم کمپ څخه بختيار راليږلی، بخيتار د دهقاني تر سرليک لاندې يو شعر راليږلی ، فکر کوم چې دغه شعر موږ په تېرو خپرونو کې هم لوستلی و ، نو نن به يې له لوستلو څخه تېر شو خو د خپل ليک په پای کی ليکي : زياتره وخت لږ بې احتياطي ډېره لويه تباهي راولي ، ګرانه بختيار جانه پدې هکله دې څه ندي ويلي، أيا کومه بې احتياطي دې کړې او که له بل چا څخه دې داسې څه ليدلي دي ؟ .

دا ليک هم د باختر کلب څخه فضل هادي مجاهد راليږلی، مجاهد د پښتو څانګې ټول کارکوونکيو ته سلامونه ويلي دي او زياتوي چې زه هيله لرم چې د سي أر ای راډيو پروګرامونه په ټوله نړۍ خپاره شي . ډېره مننه ښاغلی فضل هادي مجاهد ستاسو له ښکلي او هيلې څخه .

د باختر کلب څخه سردارګل هم خپلې خپرونې ته يو ليک راليږلی دی ، نوموړي يو څو لنډ شعرونه راليږلي او يوه پوښتنه هم کړې چې شعرونه يې د نشر وړ ندي او پوښتنه يې داده چې د چين ولسمشر څوک دی؟

ګرانه سردارګل خانه د چين ولسمشر ښاغلی هوجين تاو دی ، چې په روان کال کې د پنځو نورو کلونو لپاره هم د چين د مشر په توګه وټاکل شو .

دا ليک اسماعيل فرهادي راليږلی ، فرهادي هم هغه څه چې سردارګل په خپل ليک کې ليکلي و ، ټکی په ټکی را نقل کړي ، نو ورته وايو چې کوښښ وکړي خپلې خپرونې ته نوي او بېلابېل مضمونونه راوليږي .

منير احمد عادل هم يو ليک را استولی چې يواځې نوم يې لوستل کيږي او بس . ګرانه کوښښ وکړه چې په راتلونکې کې خپل ليکونه لږ څه واضح وليکې .

دغه دوه ليکونه هم د باختر کلب څخه قاري سيد أقا ثاقب او احمد جان راليږلي، قاري صاحب او احمد جان هم د اسماعيل فرهادي او سردار ګل ته ورته يو شان ليکنې کړې دي . نو لاړ به شو او دا بل ليک به راواخلم ، چې له خراسان کلب څخه صبغت الله هنر راليږلی دی ، له ده سره ملګري دي فدا محمد جګرخون او فرهادالله لغماني ، دوي وايي چې اوسمهال په پاکستان کې په خوښۍ سره شپې ورځې سبا کوي . ګرانو دوستانو خدای پاک مو لا خوشحاله لره .

دا ليک د خراسان کلب څخه فرهاد بېدار او د هغه ملګرو راهب روان ، بهار الله بهار ، محمد اسرار مصروف ، صبأت الله هنر خط خپلې خپرونې ته راليږلی ، د دوی په ليک کې هم تر سلام پرته بل څه نه ليدل کيږي ، نو راځم دې بل ليک ته .

دا ليک هم له خراسان کلب څخه صديق الله صديق راليږلی ، ښاغلي صديق هم د پښتو خپرونې ټولو کارکوونکيو ته سلامونه ويلي او بس .

دا ليک چې له ورايه يې معلوميږي زموږ د هميشني همکار نثار احمد احمدي دی ، نثار احمد احمدي د سي أر ای د پښتو څانګې د پنځه دېرشمې کليزې د سيالۍ په اړه د پوښتنو ځوابونه راليږلي ، او موږ به يې هم اړوندې څانګې ته ور وسپارو .

دا ليک د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د کڅ کلي څخه د ميراج کلب مشر شهزاده احمدزي خپلې خپرونې ته راليږلی ، ښاغلي احمدزي زما خوشحال تايب ، امان الله عمران او احمد ځلمي په ګډون د پښتو څانګې ټولو کارکونکيو ته سلامونه راليږلي ، ښاغلی احمدزي ګيله لري چې د پښتو هندارې يولسمه ګڼه نده ورته رسېدلې، او وايي چې د پښتو هندارې يولسمه ګڼه نورو ټولو کلبونو ته رسيدلې ، خو دوی تر بې برخې دي ، ګرانه په راتلونکې کې به موږ د نوې ګڼې سره يو ځای د پښتو هندارې يولسمه ګڼه هم درواستوو، او هيله چې ګيله به دې رفع شي .

دا ليک درې ليکونه چې ښکاري په يو قلم او ښايي د يو تن لخوا ليکل شوي وي د خراسان کلب څخه راهب الله روان، صديق الله همدرد، فرهاد بيدار او صبغت الله هنرخوا راليږلي دي ، له دوي سره ملګري دي کمال، شاړی، پاينده محمد، نظرالله او اسدالله . د دوي په ليک هم کوم مطلب نه ليدل کيږي ، خو د صبغت الله هنر خوا په ليک کې څو پوښتنې شته چې ټولې تکراري دي ،نو دا بل ليک به راواخلم .

دا ليک چې له نا معلومه ځايه څخه بې نوم کسه راليږلی پکې ليکل شوي چې زموږ لخوا ورليږل شوي مواد ور رسېدلي او ډېر پرې خوښ دی .او يوه پوښتنه هم لري چې وايي تاسې د چين په کوم ځای کې اوسيږئ ، ګرانه نامعلومه دا چې زموږ لخوا درليږل شوي مواد در رسيدلي پرې خوښ شوم ، خو دا چې له ډېرې خوښۍ د خپل نوم هېر کړی نو حيران دې کړم ، که بل ځل دې خپل نوم هېر کړ نو زما څخه به ستا ليک خپرول هېر شي ، ستا د پوښتنې ځواب زموږ په هر ه خپرونه کې اورېدلی شې ، چې د چين نړيواله راډيو له بيجينګ څخه خپرونې کوي نو موږ هم دلته په بيجينګ کې اوسيږو .

دا ځل نو وار بيا د خراسان کلب د غړو ليک ته رسيږي ، دا ليک د نوموړي کلب مرستيال عبيدالله صديقي راليږلی ،او وايي چې ستاسې دايمي اورېدونکي يم ، ده پخپل ليک کې د ځينو ملګرو نومونه هم ليکلي دي ، چې زه بې د څو تنو نومونه تاسې ته واخلم . د خراسان کلب مشر نثار احمد احمدي ، قدرت الله ارماني ، طارق الله همدرد، عبدالجلال جيلاني ، عبدالکبير محمدي او ډېر نور.... خو د ددې کلب د مرستيال په ليک کې هم کوم مضمون يا د پام وړ کوم بل مطلب نه ليدل کيږي . هيله چې په راتلونکې دې ټکي ته پام وکړي .

د پروګرام پدې برخه کې به د اورېدونکيو په خوښه د په غږ کې يو سندره خپره کړو او بيا به خدای پاماني سره وکړو .

محترمو او رېدونکيومخکې تر خدای پاماني به ژر ژر خپل پستي ادرس او پته تاسوته ولولم :

زموږ د د برېښنا ليک پته ده :

pushtu@chinabrodcast.com

او زموږ د ويبپاڼې پته ده :

Pushtu.cri.cn

او په اسلام أباد کې زموږ د پست بکس شمېره ده

اسلام آباد پاکستانG. P. O. Post Box No. 2017

نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسېد د راتلونکي پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک رب سپارم .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040