د بيلا بيلو کارونو په اړه د تکنولوژيو روزنې په کليوالو سيمو کې د کارکوونکيو د استخدام لپاره ګټور دی

cri     (GMT+08:00) 2008-10-18 17:24:54

ګرانو اوريدونکو، د چين د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکه سيمه د چين د مسلمانو د ولايت په توګه هم ګڼل کېږي چې وګړي يې زيات دی، خو ځمکۍ يې لږه ده. په اغيزمنه توګه ښارونو ته د دغې سيمې د کليوالو ځايونو د اضافی انسانی قواوو ليږلو په موخه ځايي حکومت د بيلا بيلو کارونو د تکنولوژيو پياوړتيا لپاره کليوالو وګړيو ته روزنې برابروي.

له ٢٠٠٥ کال راهيسی په نينګ شيا کې مليونو تنو بزګرانو وګړيو ته د روزنې پروژې پيل شوي چې حکومت ورته ځانګړی ماليی مرستې برابرې کړې، روزونکو څانګو د تصديو د اړتياوو سره سم د بزګرانو د روزنې پروګرامونه جوړ کړي، اړوند تصدی او ارګانونه غښتلي بزګری کارکوونکي کارولي دي چې په وروستيو کلونو کې زيات شمير هغو بزګرانو چې د پوهنو او تکنولوژيو خاوندان دي، په ښارونو کې کارونه پيدا کړي دي. د نينګ شيا د کارونو تامينولو ادارې د انسانی قواوو د اداری او خدمت دفتر منشي چن شياو جيون دا معلومات ورکړل چې حکومت هيله لري چې له نينګ شيا څخه وتلي کليوال کارکوونکي د تکنولوژيو په اتکا کارونه تر سره کړي، نو کليوال وګړي يې د روزنو چارو ته په درنه سترګه ګوري. هغه وويل ٢٠٠٦ کال په نورو ځايونو کې د هر تن په سر د نينګ شيا د کليوالو کارکوونکيو عايدات يوازی د ټول هيواد د منځنې سويې په سلو کې شپيته برخه ونيوه او له دې څخه څرګند شوی چې که څه هم په هغه وخت کې د نينګ شيا د کليوالو کارکوونکيو

شمېر زيات و، خو د دوی مسلکي تکنالوژی دومره ښه نه وه او يوازی د قوت په اتکا يې اسان کارونه وکړل، نو عايدات يې کم و. نو په هر کال کې د نينګ شيا د خپلواکې سيمې حکومت ديرش مليونه يوانه د روزنو په چارو کې لګول کېږي چې د روزنو کيفيت د لوړوالي لپاره هڅې کيږي.

ګرانو اوريدونکو، همدااوس تاسو د کمپيوتر استعمالولو اواز واوريد چې د نينګ شيا د ين چوان ښار د شينګ چينګ سيمې د تونګ ګوې علاقه دارۍ بزګرانو ته د کمپيوتر په درس کې خپور شوی. د تونګ ګوې علاقه دارۍ د مسلکي تکنالوژيو د روزنې مرکز په يوه ټولګۍ کې ښوونکی د کمپيروتر استعملولو لارې چارې تعليم ورکوي. کليوالو وګړيو په جدی توګه د ښوونکی درس واريدل او حتی ځينو ښځو د خپلو اولادونو په وړلو سره په درس کې ګډون کوي. ميرمن دوان شيوی چينګ چې څلور ديرش کلنه ده، د دوو اولادونو مور هم ده. که څه هم د هغې په کور کې کورنی دندې ډيرې زياتې دي، خو د کمپيوتر پر زده کړې يې ټينګار کاوه. هغې وويل

که دغه پوهنه زما زده وي، په ژوند کې به هرومرو رول ولوبوی. په کليوالو سيمو کې زياتې ښځې کارونه نه لري، زما په فکر لومړی زه بايد کمپيوتر زده کړم او زما اولادونه هم کولی شي له ما څخه زده کړه وکړي. برسيره پر دې زه پوهنه لرم او په ښارونو کې د دغې تکنالوژی په اتکا کارونه موندلی شم.

د معلوماتو له مخې په دغه روزونيز مرکز کې د کمپيوتر د زده کړی پرته د أبادی، الکترونيکی تکنالوژی، د بوټونو او جامعو جوړولو په شمول زيات درسونه هم شته

چې د کليوالو اوسيدونکيو ډېر خوښېږي.

د شينګ چينګ سيمې د کارونو او استخدام ادارې مشر جيانګ هونګ تاو دا معلومات ورکړل چې په وروستيو دريو کلونو کې د دغې سيمې ديرش زره کليوال کارکوونکي روزل شوي چې په سلو کې دوه اتيا وګړيو د روزنې مرکز په وړانديز سره کارونه موندلي دي. هغه وويل زيات شمير کليوال وګړي په فعاله توګه په روزنو کې ګډون کوي. پخوا زيات کليوالو وګړيو په روزنو کې ګډون نه درلود او د تکنالوژيو روزنو په اړه تصديق نامې يې نه درلودې، نو دوی په نورو ځايونو کې د کارونو تر سره کولو په ترڅ کې يوازی لږ عايدات تر لاسه کول. اوس دوی روزنې تر سره کړي او د تکنالوژيو له لارې يې کارونه پيدا کړي چې د پخوا په پرتله زيات عايدات تر لاسه کوي. دغو روزنو په حقيقت کې کليوالو وګړيو ته ډيرې ګتې رسولي دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040