له هندی مسالې سره د غوايه غوښه

cri     (GMT+08:00) 2008-10-20 10:01:11

د سی ارای پښتو ويبپاڼې ګرانو لوستونکيو ! السلام عليکم . ښايی تاسی د چين له خوړو سره اشنا وئ . چين يو لوی هيواد دی او په هره برخه کې ځانګړي خوراکونه لري او يو له بل سره توپير لري، موږ هڅه کوو چې تاسو ته د پښتو وېبپاڼې له لارې د چينی خواړو او د هغو د ډولونو په اړه معلومات وړاندی کړو. د بېلګې په توګه د شين جيانګ اويغوری قوم خواړه چې د افغانستان له خواړو سره ورته دي او ډېر توپير نه لري. د سه چوان خواړه، د ګوانګ دونګ خواړه ، د ان هوی خواړه او داسی نور په چين کې ډېره شهرت لری. د پروګرام په دې برخه کې به له هندی ګالي سره د غوايه غوښو د پخولو په اړه څه معلومات وړاندی کړو.

ددغه خوراک د پخولو لپاره ضروری توکی:

د غوايه غوښه

پياز

ګازرې

کچالو

مالګه

جيانګ يو (د خوارک د پخولو لپاره يو ډول توکی چې تور رنګ لري)

هندی مساله

غوړی

د دغه خوراک د پخولو بهير:

لومړی، د غوايه غوښه پاکيږی او وړوړه ټوټه کيږی.

دوهم، ګازره پاکيږی او د لرګيو په شان پری کيږی.

درېيم، کچالو پوستول کيږی او ټوټه کيږی.

څلورم، په غوړيو کې پياز سره کيږی .

پنځم، په غوړيو کې د غوايه غوښه هم سره کيږی.

شپږم، په ديګ کې ګازره او کچالو اچول کيږی.

اووم، په ديګ کې جيانګ يو، مالګه او کرمې اوبه اچول کيږی.

کله چې د غوايه غوښه پخه شي نو دغه خوراک هم چمتو شي.

د پښتو ويبپاڼې قدرمنو مينه والو تاسو له هندي مساله سره د غوايه غوښو د پخولو په اړه چې په چين کې ډېر دود لري، معلومات ولوستل. که تاسی غواړئ د چين د بېلابېلو خوړو په اړه نورمعلومات ترلاسه کړئ موږ ته يی په اړه وليکئ او خپلې پوښتنې راوليږئ . هيله ده د چينی خواړو پخولو لارې چارې مو خوښې شوې وی، کله چې چين ته سفر وکړئ نو له چينی خواړو سره به اشنا وئ او خوند به تری واخلئ. ستاسی د روغتيا په هيله!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040