په جانګ جيا جيې کې ښکلی منظرې

cri     (GMT+08:00) 2008-10-20 10:11:29

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. هيله لرم چې تاسو د دغه پروګرام تر پايه راسره پاتی شئ.

ګرانو دوستانو! د چين په منځ کې د هو نان ولايت په شمال لويديځه برخه کې يو ښکلی او مرموز ځای شته چې جانګ جيا جيې نوميږی. په دغه ځای کې رنګارنګ ډبرې، وړوکی سيندونه او جهيلونه ، ښکلی ځنګل او قيمتي حيوانان او نباتات ليدل کيږی. د پروګرام په نننی کړۍ کې به له تاسو سره يو ځای له دغه ځای څخه ليدنه وکړو.

د جانګ جيا جيې ښکلی سيمه ځانګړې ځمکنی بڼې لري . خو د تيرې پيړۍ تر اوومې لسيزې پوری د دغه ځای ښکلی منظرې د خلکو له خوا پېژندل شوې دي. په ١٩٨٢ کال کې د چين حکومت دغه ځای ته د ځنګلونو پارک نوم ورکړ چې په چين کې د ځنګلونو لومړی ملی پارک دی. د دغه پارک لارښوونکی شيانګ جي جون وويل:

(لومړی اواز)

اوس په هغه خوا کې تاسو دوه غرنی څوکې کتلی شئ. په دغو دوو څوکو کې يوه ټيټه څوکه داسی بڼه لري چې يوه مور خپل ماشوم ساتي. نو دغه څوکه د مور او زوی څوکه نوميږی.

د مور او زوی په نامه هغه څوکه د جانګ جيا جيې د ځنګلونو په ملی پارک کې د جين بيان سيند تر څنګ پرته ده. دغه سيند اته کيلومتره لري چې د دغه سيند په دواړو غاړو کې شاوخوا ٤٠٠ غرنی څوکې پرتې دي. په دغه سيمه کې رنګارنګ ښکلی طبيعی منظرې ليدل کيږی.

د جين بيان سيند په شاوخوا سيمه کې هوا ډيره تازه او پاکه ده چې د خلکو د روغتيا

لپاره ډيره ګټوره هم ده. لارښوونکی شيانګ جي جون د دغه سيند د سرچينې په اړه وويل:

(دوهم اواز)

د دغه سيند تر څنګ يوه غرنی څوکه شته چې جين بيان يان نوميږی. دغه څوکه ٣٥٠ متره لوړوالی لری چې د جانګ جيا جيې سيمې له لسو ښکلو منظرو څخه شميرل کيږی. د دغې څوکې په ډبرو کې ځانګړی توکی شته چې تر لمر لاندی ډير ځليږی.

جين بيان يان څوکه په دغه سيمه کې ترټولو لوړه ډبرينه ستنه ده . د جين بيان يان ترڅنګ يوه بله ځانګړی څوکه هم پرته ده چې شکل يی د غاز په شان دی. په دغه ځای کې داسی بڼه ليدل کيږی چې يو غاز جين بيان ډبرينه ستنه ساتي.

نو د جانګ جيا جيې په سيمه کې ښکلی منظرې څرنګه رامنځته شوې ؟ د چين د علومو اکاډمی د جغرافيايی علم او د سرچينو څيړنې مرکز څيړونکی جانګ بای پينګ وويل چې د دغه ځای جغرافيايی حالت په لرغونی وخت کې جوړ شوی.

(درېيم اواز )

په دغه ځای کې جغرافيايی حالت ٣٨٠ مليون کاله دمخه رامنځته شوی و. په هغه وخت کې دغه ځای ساحلی سيمه وه .

دغه راز د جانګ جياجيې سيمې په اړه يوه سندره هم شته چې نوم يی زما جانګ جيا جيې دی.

(څلورم اواز)

اوس هر کال د جانګ جيا جيې ښکلی طبيعی منظرې ګڼ شمير کورنی او بهرني سيلانيان ورجلبوی. په ١٩٩٢ کال کې د م م د يونيسکو سازمان دوو کارپوهانو له دغې سيمې څخه ليدنه وکړه. دوی په دی نظر وو چې په دغه سيمه کې رنګارنګ ښکلی

څوکې ، بډايه نباتات او پاک جهيلونه او سيندونه ډير په زړه پوری دی. دغه راز جانګ جياجيې د نړۍ د طبيعی ميراثو په ليست کې شامل شوی .

له المان څخه سيلانی ښاغلی ديتمار څو ځله چين ته سفر کړی دی. هغه وويل:

(پنځم اواز)

د جانګ جيا جيې طبيعی منظرې ډيرې ښکلی دي. نن سهار موږ د اورکاډۍ په وسيله دلته ته راغلو. د دغه ځای منظرې مو پخوا نه وې ليدلی طبيعی منظرې د عکسونو په پرتله نورې هم ښکلی دي.

(شپږم اواز)

دغه راز د چين د سيلانۍ د ادارې مرستيال جانګ شي چين وويل :

(اووم اواز)

موږ هيله لرو چې جانګ جيا جيې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د سفر يو جنت وګڼل شي .

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040