د چيني شطرنج ويتنامي لوبغاړې نګو لان هونګ

cri     (GMT+08:00) 2008-10-20 19:41:00

د هوښيارۍ د ښودلو لومړی دورې په نړيوالو لوبو کې د ويتنام يوه ښکلی لوبغاړې چې نګو لان هونګ نومېږي د چيني شطرنج په لوبو کې لوی لاس لري. نګو لان هونګ نه يوازی د ويتنام وياړمنه لوبغاړې ده، بلکې په ويتنام کې د دغې لوبې د خپرونې او ترويج لپاره يې هم ډير کوښښونه کړي دي.

نګو لان هونګ چې عمر يې نهه ويشت کاله دی او په ويتنام کې زېږيدلې ده. هغه د پنځلس کلنۍ په وخت کې د چيني شطرنج په زده کړې پيل وکړ.هغې وويل (( ما له پنځلس کلنۍ څخه راهيسيد چيني شطرنج په زده کړې پيل وکړ. په سر کې زما لپاره دا يوازی يوه ډوله لوبه وه. خو په هغه وخت کې زموږ د ښوونځي لخوا د چيني شطرنج يوه سيالۍ تر سره شوه او يوازنی می د يوې زده کوونکې په توګه په دغه سيالی کې ګډون درلود. له هلکانو سره مې مخامخه مسابقه وکړه او لومړی مقام مې ونيو. له دې وروسته ښوونکو ما ته څو مياشتې روزنه راکړه او د دې پر بنسټ مې هم د هېواد په سياليو کې لومړی مقام ګاټه. نو له دې امله زه په ملی لوبډلې کې شامله شوم. ))

نګو لان هونګ په ملی لوبډلې کې چټک پرمختګ کړئ دی. په ٢٠٠٧ کال کې يې د چيني شطرنج په لسمې دورې نړيوالې اتلولې کې د ښځينه ځانګړی سياليو د سپينو زرو مډال تر لاسه کړ. ورپسی هغې په جمنازيومونو کې د دوهمې دورې اسيايې سپورتي لوبو د چيني شطرنج په سياليو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ. کله چې هغه په دغو وياړونو سره بېرته خپل هېواد ته راستنه شوه، د اتلې په توګه هرکلی

يې تر لاسه کړی دی. نو نګو لان هونګ د هوښيارۍ ښودلو په دغو لوبو کې د چيني لوبډلې د يوې ډيرې قوي سيالې په توګه ګنل کېږي.

چين د چيني شطرنج سرچينه ده چې لرغونی تاريخ لري. دغه لوبې په تيرې پيړۍ کې نورو اسيايې هېوادونو ته خپره شوه او ورپسې يې په اروپا کې رواج ومنده. اوس په ويتنام کې لا زيات وګړی له دغې لوبې سره مينه لري. نګو لان هونګ وويل چې د ويتنام په پلازمينه هانوی په عامو پلورنځيو کې چيني شطرنج پلوري. د هانوی په باغونو او لارو کوڅو کې ډير زيات وګړي چيني شطرنج کوي. د ويتنام په لومړيو او منځنيو ښوونځيو کې د چيني شطرنج په اړه درسونه هم شته. نو په ويتنام کې د دغې لوبې سويه په چټکه توګه لوړه شوې ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040