مېرمن لي ګوي هوا او د دې لورګانې.

cri     (GMT+08:00) 2008-10-22 10:35:33

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. سان ينګ علاقه داري د چين په شمال لويديځ د نينګ شيا هوی قوم د خپلواکې سيمې په ګو يوان ښار کې پرته ده. د دغه ښار په زياتو واټونو کې د هوي قوم زياتې ښځې ليدل کېږي چې سپينې خولۍ پر سر کوي. د هوي قوم مېرمن لي ګوي هوا په دغه ښار کې يو دوکان پرانيست چې په کې بړستنې او روجايۍ پلورل کېږي. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته د مېرمن لي ګوي هوا او د دې د څو تنو لورګانو ترمنځ د کيسې په اړه معلومات وړاندې کړو.

کله چې زموږ خبريال د مېرمن لي ګوي هوا دوکان ته ننوت، د دې خاوند ښاغلي يانګ مينګ جون پر ديوال د ځوړند شوي عکس په اړه وويل

( لومړی اواز)

هغه د چين د اتمې دورې ملي ولسي کانګرس يوه استازې وه چې د نينګ شيا د هوي قوم خپلواکې سيمې د ټولو بزګرانو په استازيتوب يې په دغه لويه غونډه کې ګډون وکړ.

په دغه عکس کې د چين يو دولتي مشر له مېرمن لي ګوي هوا سره د لاس روغبړ کوي. اته پنځوس کلنۍ مېرمن لي ګوي هوا پخوا د چين د اتمې دورې د ملي ولسي کانګرس يوه استازې او د نينګ شيا د هوي قوم خپلواکې سيمې د شخصي صنعت او سوداګرۍ ټولنې مشره وه. دې ګو يوان ښار ته د ژيړ سيند اوبو د ننوتلو په اړه

د ١٢٣٦شمېرې په پروژه کې ګډون کړی او د څښاک اوبو په اړه يې د لس ګونو زرو تنو ستونزې يې حل کړې دي. مېرمن لي ګوي هوا په دې اړه وويل

( دوهم اواز)

زه يوه عامه بزګره يم، خو زه غواړم چې هر کار وازمويم. ځکه چې ما په ښوونځي کې زده کړه کړې، نو زما موخه د نورو کسانو په پرتله لږ څه لوړه ده.

که څه هم د مېرمن لي ګوي هوا کورني پخوا ډېره بې وزلۍ وه، خو دې د يوولس کلنۍ پر وخت په ښوونځي کې په خپلو زده کړو پيل وکړ. هغې د زده کړې فرصت په ښه کارولو سره په زده کړه کې ډېر زيات کوښښونه کړي وو او نتيجه يې ډېره وتلې وه. د مېرمن لي ګوي هوا په أند، ښوونه د هر سړي لپاره ډېر زيات اهميت لري. دا د چين په کليوالو سيمو کې د ښوونې حالت په اړه ډېرې انديښنې لري او پرېکړه يې کړې چې د خپلې پوهې په کارولو سره د خپل قوم وګړيو د ښوونې سويه لوړه کړي. دې څرګنده کړه

( درېيم اواز)

که کليوال ماشومان نه زده کړې ونه کړي، نو راتلونکي کليوالې سيمې به ډېر وروسته پاتي وي. ما د دارالمعلمين په ښوونځی کې زده کړه کړې، نو غواړم چې زيات غوره کليوال زده کوونکي وروزم.

د تېرې پېړۍ په شپږمه لسيزه کې مېرمن لي ګوي هوا د ګو يوان ښار د دارالمعلمين له ښوونځي څخه فارع شوه او په ځايي کليوالو سيمو کې يې پخپله يو ښوونځی جوړ کړ. يوازې په څلورو کلونو کې نژدی يو سل او اووه څلويښت تنه غوره زده کوونکي د دې له ښوونځي څخه فارع شوي دي. د دې تر څنګ دې تر خپلې

وسې پورې له زياتو بې وزليو زده کوونکيو سره مرسته هم وکړه او په وړيا توګه د دوي لپاره درسي کتابونه واخيستل.

برسيره پر دې، مېرمن لي ګوي هوا له خپلو څو تنو لورګانو څخه غوښتنه وکړه چې بايد په پوهنتونونو کې زده کړه وکړي. د دې خاوند ښاغلی يانګ مينګ جون په دې اړه له خپلې مېرمنې څخه زيات ملاتړ کوي. نوموړي په دې اړه وويل

( څلورم اواز)

که زما ماشومان زده کړه و نه کړي، نو په ټولنه کې کار نه شي پيدا کولای. ما هېڅ کله زده کړه نه ده کړې، نو غواړم چې زما ماشومان ټول لوړې زده کړې وکړي.

مېرمن لي ګوي هوا او د دې خاوند د خپلو ماشومانو د زده کړې لګښت د ورکولو لپاره ياد شوی دوکان پرانيست. اوس د دوي شپږ لورګانې د پلار او مور له هيلې سره سم ټول له پوهنتونونو څخه فارغې شوي دي. د دوي يوې لورې اغلې يانګ شو ينګ زموږ خبريال ته وويل

( پنځم اواز)

زما مور زموږ د زده کړې په اړه جدي غوښتنه کړې او د دې په هڅونې سره موږ شپږ خويندي اوس ټولې تکړه او غوره يو.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040