د نان ين په نامه د چين د يو ډول لرغونې موسيقی اعاده کوونکې چن می أر

cri     (GMT+08:00) 2008-10-22 20:55:49

ګرانو اورېدونکو، د نان ين په نامه لرغونې موسيقی په چين کې د هېواد په کچه نامادی کلتوري ميراث دی چې د چين د موسيقی په تاريخ کې د ژوندی فوسيل په توګه بلل کېږي او له سلګونو کلونو راهيسی د چين په جنوب چيوان جو سيمې کې ډېره مشهوره ده، بر سيره پر دی د چين د تايوان، هانکانګ او مکاو سيمو او جنوب ختيځی اسيا ته هم خپره شوی ده.

په وروستيو ورځو کې د هان تانګ يوې فو په نامه د چين د تايوان يوې هنري ډلې د بېجينګ په ممنوعه ښار کې د لوه شن فو په نامه د نان ين موسيقی او نڅاوې ننداری ته وړاندی کړی چې په کې د چين لرغونی موسيقی وغږول شوی . د دغې ډلې هنري مشری چن می أر له ٢٠ کلونو راهيسی د نان ين په اړه د څېړنې او خپرونې په کارونو کې کوښښونه کړي دي. د کلتوری شخصيتونو پروګرام په نننې کړۍ کې به تاسو ته د مېرمن چن می أر په اړه ځينی معلومات وړاندی کړو.

د لوه شن فو په نامه موسيقی او نڅاوی لومړۍ ځل په ٢٠٠٦ کال کې ننداری ته وړاندی شوی چې د ګردې کرې پاملرنه يې راجلب کړی دی. تر هغه وروسته يې په اروپا کې پر يو لړ نندارو پيل وکړ او زيات شمېر نندارچيان يی ورجلب کړل . مېرمن چن می أر د دغې نندارې لارښوونکې ده . ددی په اند د پخوانيو نندارو په پرتله په ممنوعه ښار کې ننداری له عصری هنري روحيی څخه ډکې دی. د لوه شن فو په نامه کيسه په درېيمه پيړۍ کې د چين د شاعر څاو جه په قلم له يو شعر سره سم جوړه شوی ده.

مېرمن چن می أر د تېری پيړۍ له ٧ لسيزی څخه د نان ين په اړه څېړنې کړی دی. ددی

پلار او عمه د تايوان د اوپيرا مشهور هنرمندان و. نو هغې د ماشومتوب په موده کې له دوديز هنر سره مينه درلوده. هغې وويل د ټولنې له پرمختګ سره سم اوس د دوديز هنر پرمختګ وروسته پاتی شوی . مېرمن چن می أر له ١٩٧٥ کال څخه د نان ين په نامه د موسيقی زده کړه وکړه چې د چين د تايوان او سترې برخې او د جنوب ختيځی اسيا په بېلا بېلو ځايونو کې د نان ين له مشهورو پوهانو سره يې مرکې کړی او د نان ين د موسيقی الات او سندرو ويل يې زده کړی دي.

د مېرمن چن می أر د کوښښونو له امله په ١٩٨٢ کال کې د چين د نان ين د لرغونې موسيقی ننداره لومړۍ ځل په اروپا کې تر سره شوه چې په پاريس کې د ٧ ساعتونو دوامدار کنسرټ جوړ شوی و. د څه د پاسه ٣٠ هېوادونو د ولسی موسيقی پوهانو د نان ين د سرچينی په اړه بحث کړی . د څو کلونو د څېړنې له امله د مېرمن چن مې أر په اند د نان ين سرچينه له دوه زره کلونو مخکې د چين د هان او تانګ په سلسلو کې د چين د ادب او موسيقی يو ډول لرغونې کلتور دی ، نو په ١٩٨٣ کال کې هغې د هان تانګ يوه فو په نامه يوه هنري ډله جوړه کړی ده. هغې وويل د دغې ډلې د جوړېدو عمده موخه د نان ين موسيقی اعاده کول او خپرول دی. نان ين بايد د هان او تانګ د مودې په شان سمسور او اعاده شي. نان ين نه يوازی د چين د فو جيان ولايت د جنوبی سيمې د وګړيو موسيقی ده، بلکی د ټولو چينايانو موسيقی هم ده ،بر سيره پر دی د نړۍ د وګړيو کلتوري ميراث هم ګڼل کېږي.

د هان تانګ يوه فو په نامه هنري ډله د نان ين د څېړنې او د اړوندو سندرغاړيو د روزلو لپاره هڅې کوي. د چن می أر په مشرۍ دغې ډلې په وار سره د امريکا، اروپايی هېوادونو، استراليا، جاپان ، کوريا جمهوريت ، د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو او د چين د سترې برخې له پوهنتونونو څخه ليدنه او پراخه هنري تبادلې کړېدي.

دغې ډلې په بريالۍ توګه د نان ين دوديز چوکاټ له عصری سبک سره تړلی دی او يو لړ سندری يې جوړې او د اورېدونکو ستاينې يې تر لاسه کړی دی. تر اوسه پوری دغه ډله د نړيوالو مهمو کلتوري فيستيوالونو او د هېواد په کچه د تياترونو د درانه مېلميه په شان يوه مشهوره ختيځه هنري ډله بللی کېږي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040