مونږ او اورېدونکی

cri     (GMT+08:00) 2008-10-25 19:39:40

زمونږ او ويدونكو د خپرونو درنو مينه والو ، سلامونه اونيكي هيلي مي ومني . زه اياز پرهر يم او ددي د خپروني اوريدو ته ستاسو هركلۍ كوم . پاك رب دې وكړي خوښۍ او سلامتۍ پر جامه پټ اوسئ . خوښ يم چې يو ځل بيا ددغه پروګرام په خپرولو سره ستاسو په چوپړ كې يم . او هيله لرم چې د خپروني تر پايه راسر ه پاتي شئ او زه به ستاسو راليږلي ليكلونه درته ولولم . نور وخت دلاسه نه وركوم او ستاسو په ليكونو به پيل وكړم .

لومړي ليك به راخلم چې له كابله د افغانستان ملي راډيو تلويزيون د روزني د ادارې مسئول او دسي ار اى راډيو د پښتو څانګې دايمي همكار ناصر شاه سرحدي را ستولى دى .

زمونږ دغې دايمي همكاري سرحدي د سي ار اي راډيو ټول كاركونكونو ته سلامو نه ويلي ، په ځانګړې ټوګه د پښتو څانګې كارونكونو او ژورناليستانو ته .

دغه اوريدنكي ويلي ، چې ، د پښتو خپرونه (( هنداره )) په پښتو ژبې د عملي او معلوماتي مطالبو سر بيره ستا يسته عكسونه ماته راويسيدل .

هغه وايي ، چې زه ستاسو د نړويوالو راډيو چارواكو ته ځيني وړانديزونه لرم ، هغه دا چې د چين د نړيوالو راډيو كار انجيران بايد لوړو چارواكوته دا خبره وكړي ، چې په افغانستان كې د نورو نړيوالو راډيو ګانو په شان خپلې د ( ايف ايم ) څپې ولري ، ځكه د لنډو څپو اوريدل ګران وي .

وړاندې وايې ، چې له افغانستان سره د چين بې سارې مرستې افغانو ته د قدر وړ دي. ده يو بله غوښتنه هم كړې ، چې د چين دوست هيواد بايد د كابل په دولسمه ناحيه كې د افغان ځوانانو لپاره د چيني ژبې او د انترنت مركز جوړ كړي .

ګرانه ورور كه خداي كول ستاسو لومړي غوښتنه به پوره شي ، او ستاسو دوهم وړاندې مو هم خپور كړ .

ورپسي زما په مخكې درې ليكونه پراته دي ، چې دا درې واړه ليكونه د مانسهرې له خراسان كلپ څخه زمونږ دايمي اوريدونكيو هر يو ريحان همدرد، صداقت انګار ، ظهور همدرد او راليږلي . دغو اوريدنكو د سي ار اى راډيو ټولو كارونكو ته خپل سلامونه ويلي دي . چې سلامونه ته عليكم وايم .

ريحان همدر د وايې . زه په اول صنف كې يم او د سي ار اى راډيو سره ډيره مينه اوشوق لرم او غواړم چې د خراسان كلپ په مخ ولاړ شي .

ګرانه وروره خداي دې ستا د هيله پوره كړي

خود صداقت انګار ليك واضح ندې ليكل شوئ او سم نه لوست كيږي . قدرمنه وروره په راتونكي كې هڅه وكړي ، چې خط په واضح ډول وليكى .

او ظهور همدرد بيا ويلي ، چې ليكونو در ليږم ، خو بيرته نه راځي . ګرانه ورور مونږ ته راغلي ليكونو ټول لولو دا چې د بير ته غوښتو دې ويلي ، پدې پوه نه شوم خو دا دې ليك مو درته خپور كړي ، پدې هيله چې اوريدلي مو وي .

بل ليك را اخلم چې ډير واضيح او ښكلى ليكل شوي دى ، د مسلم باغ د افغان خامك دوزي له ستيشن څخه زمونږ اوريدنكي محمد علي عمري را ليږلي دى .

دغه ورور د سي ار اى راډيو پښتو څانګې ته سلامونه وايي .

قدرمنه وروره سلامونه ته مو عليكم وايم . دا ورور وايي . چې ستاسو خپرونه نه يوازې د راډيو له لارې اورم بلكې په انترنټ كې يې هم ګورم . مونږ او اوريدونكي زما خوږ پروګرام دى . ده وړاندې ويلي ، چې رفيع الله مندوخيل ستاسو د خپرونې د اوريدو بلنه راكړى . او زه به بياهم تاسو ته ليكونه او بريښنا ليكونه در ليږم .

ګرانه ورور محمد علي عمر ي ستاسو د ښكلي ليك نه ډيره مننه او له رفيع الله مندوخيل نه هم ډيره مننه كوو ، چې زمونږ د راډيو ادرس يې تاسو ته دركړى . محمد علي جانه ورور دا ستا سو خپله خپرونه ده او تاسو كولي شي خپله خپرونه پخپلو ښكلو سره ښكلي كړي . ستاسو د همكاريو په هيله .

دا ښكلي ليك له ژوب څخه زمونږ دايمي اورنكي اود سي ار اى لسنرز ګپ مشر فيع الله مندوخيل راليږلي دى . دا ورور مونږ تل ښكلي او واضح خطونه را ليږي..

دغه ورور د چين د نړيوالي راډيو د پښتو خپروني ټولو كاركونكو چې نومونه يې ، اخيستي ،سلامونه وړاندې كړي او يلي چې د سي ار اى لسنرز د ۱۷۶ ښځينه او نارينه كاركونكيو لخوا د ميني ډك ګيدى ، ګيدى سلامونه ومنى . عليكم مو سلامو ګرانه ورور ، خو پدې ليك يوازې زما نوم نشته ، په هر حال زه ورڅخه ګيله نه كوم دا ځكه ما پدې وروسيتو كې د چين له نړيوالي راډيو سره كار پيل كړى دى .

د خپروني قدرمن اوريدونكى مندوخيل وايې : د بيجينګ اولمپيك ۲۰۰۸ معلوماتي ځوابي پاڼي ، په يو سلو اوويا مخونو مشتمل ليك، كتابونه ، مجلي ، عكسونه ، سي ډي ګاني او نور مواد مو د اسلام آباد په ادرس درليږلي دي ، هيله ده چې تاسو يې تر لاسه كړي .

او بيايې ويلي ، چې ستاسو لخوا پښتن پاڼې په ځنډ سره راورسيدې ، ځكه خو د زمونږ لخوا هم ځواب لږ څه وځنديد . او غوښتنه كړي ، چې هيله من يو ، تاسوبه زمونږ در ليږلي مواد په مسابقه يا سياله كې شامل كړي او له تيرو اتلسو كلونو څخه دا زمونږ يوازېنې هيله ده . ګرانه ورور ستاسي راليږلي مواد به حتمي په سياله كې شامل كړو . پدې هيله چې ستاسو غوښتونكې هيله پوره شي .

بل ليك له ګوجر خان زمونږ يوه نوي اوريدونكي ګلاب خان ځډران راليږلى دى . په سركې يې د پښتو خپروني ټول كارونكو ته سلامونه ويلي دي . سلامونو ته مو عليكم وايم .

دې وايي ، يوه مياشت كې كيږي چې ستاسو د خپروني اوريدل مي پيل كړي دي . او زياتوي چې ، ستاسو له خپروني سره ده ژوب كې د سي ار اى ليسنرز كلپ مشر رفيع الله مندوخيل معرفي كړم . او وايې ، چې دا زما لومړى ليك دى او هم يې ويلي چې مجلي او پروګرام پاڼي راوليږي .

قدرمنه وروره زمونږ د راډيو د خپروني اوريدو ته ستاسو هركلۍ كوم دا ستا سو خپله خپرونه ده او په خپلو ښكلونو ليكونو يې لا زياته رنګينه كړې.

دلته ليك دې په يو خط ليكل شوي دي ، له كابل نه زمونږ اوريدونكي د عزيزي كلپ مشر سيد عظيم او ملګري سيد بهارد ناصري اليږلي دى . دغه اورويدنكي وايي .: د خپل د ميني ډك سلامونه د ځان او عزيزي كلب د غړيو لخوا د ستر چين راډيو د پښتو څانګې ټولو كارونكوته په نيك ساعت كې وړاندې كوم ، خداي دې وكړي چې قبول يې كړي . عليكم سلام .

دغې اورويدنكي پخپل ليك ويلي ، چې ګرانو دوستانو : ستاسي لخوا راستول شوي سوغاتونه چې د المپيك لوبو سياليو مواد پكې را پارسل شوي وو ، ماته راورسيدل . ستاسو څخه يوه نړۍ مننه كوم او وايې دغه چينې اصطلاح مي ډيره خوښه شوه ، (( كه تحفه سپكه ده خو مونږ او تاسو تر مينځ ډيره ټينګه ده ))

او په بل ليك يې د سلامونو ترڅنګ د چين دنړيوالو راډيو د پښتو څانګې د ۳۵ كليزې مباركې يې ويلي ده . مننه وروره تاسو ته دې هم مبارك وي. او زياتوي چې ستاسو د راډيو خپروني د افغانستان په كابل او د هلمند ولايت په ښارونه كې ډيرې صافي او رڼې اوريدل كيږي . او تر ينه گټه اخلو . قدرمنه وروره ستاسو څخه ډيره مننه . بريالي اوسئ . ستاسو د نور ليكونو په هيله .

دا بل ليك را اخلم چې هرې كښه يې په بيلا بيو ډول رنګونو ليكل شوئ . زمونږ اوريدنكي راهيب الله را ليږلى دى او د سې ار اى راډيو ټولو كار كونكيو ته يې خپل سلامونه وړاندې كړي دي .

دې وايي : زه يولس كلن يم او په ډير شوق سره تاسو ته ليك در ليږم . دې زياتوي ، چې په بل خط كې به درته شعر در وليږم .

ګرانه وروره ! ستاسو ليك څخه مننه دا ستاسو خپله خپرونه ده . ستاسو د لا زاياتو همكاريو په هيله .

دا ليك هم محمد ابرار ، چې تخلص يې سم نه لسوستل كيږي او د خراسان كلپ غړئ دى ، راليږلى . دغه اوريدونكي د سي ار اى راډيو ټول كاركونكو ته سلامونه ويلي دي . ده يو پوښتنه هم كړى ، خو لكه څنګه چې خط سم نه لوستل كيږي ، پرې پوه نه شو . ګرانه وروره په راتلونكي كې كوښښ وكړه ، چې په واضيح توګه ليك راوليږي . بريالۍ اوسئ .

دا بل ليك له مانسهرې څخه ګل ولي راليږلې ، وايې : دخپل سلامونه واننګ لي ، ډيوه ، سپوږمۍ ، غاټول او دسې نور كاركونكيو ته وړاندې كوم . قدرمنه وروره له تاسو څخه مننه ، دهغوى په استازيتوب به زه درته عليكم ووايم .

بيا وايي : دا زما لومړى ليك دى چې د چين نړيوالې راډيو ته يې دليږم . دغه اوريدونكي يو شعر هم راستولى ، خو ليكنه يې په سمه توګه نه لوستل كيږي . له تاسو څخه مننه .

بل ليك د خراسان كلپ څخه زمونږ يوبل اوريدونكي چې د ده خط هم سم نه لوستل كيږي ، يوازې انګار يې تخلص دى . په هر حال ګرانه په راتلونكي كې كوښښ وكړه چې په واضح ډول مونږ ته ليك راوليږې . ستاسو د لازياتو برياليتوبونو په هيله .

دا بل ليك زمونږ اوريدونكي صبغت اله همنوا راليږلى او د سي ار اى راډيو ټولو كاركونكو ته يې سلامونه ويلي دي . دې وايې ، چې زما سره ملګر ي دي ، هر يو صديق اله ، صادق او داسې نور . دى زياتوي چې : مونږ ستاسو پروګرامونه په شوق سره اور .

قدرمنه وروره دا ستاسو خپله خپرونه ده

او وروستې ليك لولم چې زمونږ نوي اوريدونكي حكيم جان راليږلي دى . دې وايې ، چې زه په راولپنډې كې كار كوم او ډير سواد نلرم . ګرانه كه ډي

سواد هم نلرې خو ليك ليكلى شې . او ويلي دي چې ستاسود راډيو ادرس ماته رفيع الله مندوخيل را كړ .

ګرانه وروره دا ستاسو خپله خپرونه ده او كولي شي پخپلو ښكلو ليكونو يې لا پسي ښكلې كړى . .

- درنو اورېدونكيو، دا وو ستاسو راغلي ليكونه چې در ته مو وړاندې كړل ، او دهغو دوستانو ليكونه چې نه وې لوستل شوي ، هغوى دې دا سې فكر نه كوي چې ليكونه يې نه خپريږي . قدرمنو دوستانو ستاسو ليكونه ډيردي او زمونږ د خپرونې وخت كم . خو په واره سره به انشاالله ستاسو ټو لو دوستانو ليكونه درته خپاره كړو .

- د موږ او اورېدونكي پروګرام په همدې ځاى پاى ته رسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې واورئ او ياهم دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او هم بېلا بېل

معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظرونو د شريكولو اود خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې د خپرونې په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

قدرمنو اوريدونكو د پروګرام ننۍ كړئ په همدې ځاى پاى ته ورسيده تر بلي خپرونې مو زه زه اياز پرهر په لوى او ئښونكي رب سپارم . هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040