چين به د بهرنيو پيسو د تبادلې اداره پياوړې کړي
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د مرکزي بانک مشر جو شياو چوان د اکتوبر په ٢٦ نېټه په بېجينګ کې وويل د چين د اقتصادي پرمختګ په اړه عمومی حالات د نړيوال پولي بحران له امله نه دی بدل شوي. چين به په راتلونکی کې د بهرنيو پيسو د تبادلې اداره پياوړي کړي چې د بهرنيو پانګو د حرکت له امله د چين د پولي سيستم د بی ثباتی مخه ونيول شي.
نوموړي په همدې ورځ د چين د ملي ولسي کانګرس دايمی کمېټې ته د راپور ورکولو په ترڅ کې يادې شوې خبرې اترې وکړې. ده زياته کړه د چين حکومت به په راتلونکې موده کې د توکيو بيې ثابت کړي او د حالاتو له بدلون سره سم به هم خپلې تګلارې تنظيم کړي چې د پيسو او پولي چاروثبات وساتي.